په ننۍ خپرونه کې په پوهنتونونو کې د کریډيټ سيسټم په اړه غږیږو، چې څه وړ یو سيسټم دی او محصلینو ته یې څه خېر رسيږي. ورپسې په دې غږیږو چې اوسني ځينې ځوانان ولې مطالعې ته ارزښت نه ورکوي او د کتابونو پر مطالعه کولو ټولنيزو رسنیو څومره اغېز کړی.
له ټولو خبرو وړاندې راځئ په دې پوه شو چې کریډيټ څه ډول یو سيسټم دی او محصلانو ته یې ګټه څه ده؟ د کاردان شخصي پوهنتون د حقوقو پوهنځي مشر او د پروګرامونو ډایریکټر حامد صبوري وايي، چې په کریډيټ سيسټم کې یو محصل پخپله خوښه ځان ته مهال ویش جوړولی شي، پخپل مسلک کې د لا ډير تحقیق زمینه ورته برابريږي او له خپل توان سره سم کولی شي چې ډیر کریډيټ واخلي او یا هم کم.
عبدالطیف روشن د باختر خصوصي پوهنتون ريئس دی، دی وايي چې په اصل کې کریډيټ سیسټم د محصلیونو د ګټې په موخه رامنځ ته شوی، پخوا به که کوم محصل د یوه سيمستر په یو نیم مضمون کې ناکام شو نو ټول سيمستر به یې له سره وایه خو اوس هغسې نده.
سید عتیق الله په افغان امریکايي پوهنتون کې فینانس رشته وايي، دی وايي چې په کریډيټ کې که څه هم په یوه محصل د درس بار ډیر وي، خو محصل کولی شي چې له خپل توان سره سم بار په اوږه واخلي. عتیق الله له کریډيټ سيسټمه ځکه خوشاله دی چې د وخت د ضایع کیدو مخه پکې نیول کیږي.
حامد صبوري کریډيټ سيسټم د استاد او محصل د دواړو په ګټه بولي او وايي چې که یو محصل وغواړي د څلورو کلونو پوهنځی تر دې په کمه موده کې هم خلاصولی شي او همدا راز دا موده تر پنځو کلونو غځولی هم شي. صبوري پخپله په امریکا کې له کریډيټ سيسټمه په ګټه اخيستلو سره د اوږدې مودې فوکولته په لنډه موده کې خلاصه کړې، دی له لوړو زده کړو وزارته هم هیله لري چې لومړی دې د دې سيسټم لپاره د ټول هیواد په کچه په پوهنتونونو کې شرايط برابر کړي تر هغې وروسته دې یاد سيسټم پکې رامنځ ته کړي.
د لوړو زده کړو وزارت ویاند عبدالعظيم نوربخش وايي چې کریډيټ سيسټم یې د شاګرد محورۍ لپاره په پوهنتونو کې رامنځ ته کړی او ډیر ګټور ثابت شوی، چې اوس مهال په ۳۱ پوهنتونونو کې دا سيسټم تطبيقيږي.
ځوانان مطالعه نه کوي!
دا خبره به مو ډیره اوریدلي وي، چې وايي کتاب تر ټولو ښه ملګری دی. خو که ځیر شو نو د نن سبا ځینې هغه ځوانان چې انټرنټ یې په واک دی، له ځینو انټرنټي بوختیاو سره د یارۍ تارونه لري، چې د کتابونو انډيوالي یې اوس هغه د چا خبره (یار له کوڅې تېر که رنګ یې هېر که) تر کنډوه اړولې ده او هېره کړې یې ده.
یو ځوان اسرار کريمزی بیا د مطالعې د کمېدو علت په دې کې ویني چې اوسني ځوانان غواړي چې هم مالومات تر لاسه کړي، هم یې وګوري او هم یې تجربه کړي، نو په انټرنټ کې ډيرې اوږدې موضوګانې په یو لنډ ويډيويي کليپ او یا ځینو سلایډونو کې رانغاړل کیږي، ځکه ځينې ځوانان کتابونه نه لولي.
میراکبر د کابل په جوی شير کې کتاب فروشي لري، د ده له نږدې دیرشو کلونو راهيسې همدغه کاروبار دی. میراکبر وايي چې پخوا یې کاروبار ډیر ښه و، خو اوس یې خونده نشته او ډیر څوک یې نه اخلي.
ډاکټر محب الله زغم د خپل ملسک تر څنګ لیکوالي هم کوي او په کور کې ګڼ کتابونه لري. دی وايي چې په ماشومتوب کې به موږ مطالعه کول خو اوس مې کشرانو وروڼو ځان ته نورې بوختیاوې پيدا کړي، یا سیریالونه ګوري او یا په بل څه ځان بوختوي.
ځوان لیکوال او شاعر ډاکټر احسان الله درمل هم وايي، هغه وخت چې يو ځوان یې باید د کتاب مطالعې ته ورکړي، په فرعي مصروفیتونو یې ضایع کوي. درمل همدا راز زیاتوي چې د وخت په تېریدو سره ټولنيز ارزښتونه هم تغیر کوي. پخوا به که د ډيرو عالمو او پوهو خلکو لار نیول کیده نو نن سبا هغه څوک رسيدلی بلل کیږي او خلک یې ځان ته منزل ګرځوي چې له ناسمه لارو ډيرې پيسې پيدا کوي، دی زیاتوي.
ډاکټر زغم وايي چې که یو خوا د معنويت قدر کم شوی، نو بلخوا د ځوانانو تر منځ د سیاسي شعور کمښت هم د دوی پر مطالعې ناوړه اغېز کړی، پخوا به یې که د سیاست په اړه ډیره مطالعه کوله نو اوس یې يو ډول خوا ترې سړه شوې، خو وايي چې د عیشونو او په ناسمه لاره د پيسو د پیدا کولو دا کاذبه دوره نوره له منځه روانه ده، اخر به هم معنويت او علميت خپل ځای ساتي.
له ډاکټر درمله چې هر وخت یې د مطالعې لپاره کتابونه په تخرګ کې نیولي وي، ترې ومې پوښتل، د دې لپاره چې ښه او اغیزمنه مطالعه وکړو، باید څه وکړو؟ نو ده وویل، چې کتاب ته دې وخت ډیر وکړي، د کتاب د متن د یادولو پر ځای باید د هغه پر مفهوم ځان پوه کړو. همدا راز یې وویل چې که غواړو خپله ټولنيزه کچه لوړو کړو باید مطالعه وکړو.
تاندې څانګې له ازادۍ راډیو هره شبنې او دوشنبې خپریږي چې نورګل شفق یې جوړوي.