د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۴۱

اشټن: په مصر کې دې ښکیلې خواوې خبرو ته مخه کړي


اروپايي ټولنې په مصر کې وروستۍ تاوتریخوالۍ غندلی دی خو په عین حال کې يې پریکړه ده چې؛ د دغه هېواد له خلکو سره به خپلې مرستې ونه دروي.

دا په داسې حال کې ده چې؛ پرون د قاهرې د جنايي جرمونو محکمې د پخواني ولسمشر حسنې مبارک د خوشې کیدو حکم ورکړ.

یو شمېر مصریان د مبارک د خوشې کیدو په اړه دا اندیښنه لري چې کیدای شي دا هېواد بیرته پخواني حالت ته وګرځي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې کاترین اشټون تیره ورځ د مصر په شخړه کې پر ټولو ښکیلو خواو غږ وکړ چې په دې هېواد کې د لا نورې وینې تویدنې د مخنیوي لپاره دې خبرو اترو ته مخه کړي.

میرمن اشټون وویل، د اروپايي ټولنې د ۲۸ غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د چهارشنبې په ورځ په خپله غونډه کې پریکړه وکړه چې؛ دغه هېواد ته به د هرهغه څه استول بند کړي چې ترې د مصر پر خلکو د فشار لپاره استفاده کیږي.

د هغې په وینا د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په مصر کې د خلکو پر وړاندې له حد نه زیات زور کارول وغندل.

د راپورونو له مخې د مصر د لرای کړا ی شوي ولسمشر محمد مرسي د پلویانو،د هغه د مخالفانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ تاوتریخوالي سلګونه کسان وژل شوي دي:

"مصر د اروپايي ټولنې یو کلیدي شریک دی.موږ چمتو یو چې د مصر له خلکو سره د هغوي په پرمختګ کې مرسته وکړو، موږ هیله مند یو چې؛ په مصر کې بیا ثبات، په واک کې د ټولو ونډه، ډیموکراسي او هوساینه وي.

موږ چمتو یو چې؛ په مصر کې د سیاسي خبرو اترو چې ټولې خواوې په کې شاملې وي، د بیا پیل په مسله کې ملاتړ وکړو."


د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو په پرونۍ غونډه کې د برتانیا د باندنیو چارو وزیر ویلیم هیګ د مصر د پخواني ولسمشر حسنې مبارک د خوشې کیدو په اړه وویل ،دا ددغه هیواد کورنۍ موضوع ده.خو د هغه په وینا د دې هیواد قضا باید په دغه شان حساسو مسلو کې بې طرفه او شفافه وي.

د قاهرې د جنايي جرمونو محکمې پرون د فساد په قضیو کې له برات وروسته د پخواني ولسمشر حسنې مبارک د خوشې کیدو حکم صادر کړ.

یو مصریان اندیښمن دي چې د مصر د محکمې دا پریکړه به دا هیواد بیرته د مبارک د دکتاتورۍ دورې ته وګرځوي.
XS
SM
MD
LG