د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۰۶

امریکا د "محمد بدیع" پر نیولو انتقاد کړی دی

د امریکا متحده ایالاتو د مصري چارواکو له خوا د اخوان المسلمین د ډلې د مشر محمد بدیع پر نیولو انتقاد کړی دی.

د سپینې ماڼۍ د ویاند مرستیال جوش ارنیسټ تیره ورځ خبریالانو ته وویل، د بدیع نیول کیدل له هغې ژمنې سره په تضاد کې ده چې؛ د مصر پوځ په هېواد کې د پراخې سیاسي پروسې په اړه کړې وه:

"د مصر دې موقت حکومت وعده کړې وه چې؛ بیرته به په ډیموکراتیکه توګه د یوه منتخب ملکي حکومت لپاره د انتقال پروسه ترسره کړي .

کوم تاوتریخوالۍ چې يې تیره اونۍ، د تیرې اونۍ په ورستیو او د روانې اونۍ په ترڅ کې ترسره کړ، له دغې وعدې سره په تضاد کې دی."


مصري چارواکو د اخوان المسلمین د ډلې مشر اویا کلن محمد بدیع د سې شنبې په سهار په قاهره کې ونیو او د راپورونو له مخې نوموړی يې د مظاهره چیانو د وژلو لپاره د هڅونې په قضیه کې د تحقیقاتو په خاطر د ۱۵ ورځو لپاره زنداني کړی دی.

د مصر د امنیتي ځواکونو لخوا د اخوان المسلمین د ډلې د مشر له نیول کیدو وروسته په دغه هیواد کې د تاوتریخوالي د تازه لړۍ په اړه اندیښنې زیاتې شوي دي.

د مصر د پوځ له خوا له واک څخه د پخواني ولسمشر محمد مرسي له لرې کیدو راهیسې مصري امنیتي ځواکونو د اخوان الملسمین لسګونه مشران او سلګونه غړي زنداني کړي دي.

اخوا بیا اخوان المسلمین تیره ورځ اعلان وکړ چې د محمد بدیع له نیول کیدو وروسته ددې ډلې مرستیال محمود عزت د نوي مشر په توګه ټاکل شوی دی.

په یوه بل تحول کې د مصر دولتي خبري اژانس ویلي چې؛ د اوسني موقت حکومت پخوانۍ مرستیال مشر محمد البرادعې به د راتلونکې سیپتمبر میاشت په نولسمه نیټه له خپلې دندې څخه د استعفا له امله محاکمې ته وړاندې کړای شي.

راپورونه وايي چې؛ نوموړی د اعتماد پر وړاندې د خیانت په قضیه کې محاکمه کیږي.

محمد البرادعي د مصر د امنیتي ځواکونو له خوا د لرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي د پلویانو دځپلو په عکس العمل کې له خپلې دندې استعفا کړې ده.

په عین حال کې راپورونه وايي چې البرادعي د تیرې یکشنبې په ورځ له قاهرې څخه ویانا ته وتلی دی.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG