د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۰۵

مصر: د وسله والو په یوه کمین کې ۲۴ پولیس ووژل شول

د مصر په سینا ایالت کې پرون د وسله والو په یوه کمین کې ۲۴ پولیس ووژل شول.

د مصر پر امنیتي ځواکونو دا تازه حمله په داسې حال کې شوې چې؛ په مرکز قاهره او ګڼ شمېر نورو ښارونو کې د لرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي د پلویانو او پولیسو ترمنځ تاوتریخوالی لا روان دی.

په عین حال کې د مصر د پخواني زنداني ولسمشر حسنې مبارک مدافع وکیل وايي کیدای شي مبارک روانه اونۍ له ټولو تورونو پاک او خوشې شي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل، له مصر سره د امریکا د پوځي او اقتصادي مرستو په اړه له سر غور دوام لري او د اړتیا په حالت کې به واشنګټن په دې برخه کې بدلونونه راولي.

متحده ایالات په کلني ډول د مصر پوځ ته یو عشاریه درې میلیونه دالره مرسته ورکوي.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون یو ځل بیا په مصر کې روان تاوتریخوالۍ غندلی دی او د شخړې د حل لپاره يې د خبرو اترو غوښتنه کړې ده:

(روانو تحولاتو، له تاوتریخوالي ډلو مظاهرو او له حد نه زیات د زور کارولو ماته ټکان راکړی دی،زه پر کلسیاګانو، روغتونو او نورو عامه تاسیساتو د حملو غندنه کوم.)

د مصر پر امنیتي ځواکونو د تازه برید په ترڅ کې تیره ورځ له غزې سره پر پوله ۲۴ پولیس د وسله والو په یوه کمین کې ووژل شول.

وسله والو له واک څخه د پخواني ولسمشر محمد مرسي له لرې کیدو راپدیخوا په سینا ایالت کې خپل بریدونه زیات کړي دي.

د مصر د تاوتریخوالي دا تازه پیښه وروسته له هغې وشوه چې اوړمه ورځ د قاهرې ښارپه یوې څنډه کې ۳۶ زندانیان چې د پولیسو په یوه موټر کې انتقالیدل ،ووژل شول.

اخوا بیا پرون د مصر د پخواني زنداني واکمن حسنې مبارک مدافع وکیل وویل چې موکل يې د فساد اړوند له یو بل تور څخه پاک برات اخستل شوی او کیداۍ شي په روانه اونۍ کې له زندان څخه خوشي شي.

فرید الدیب وویل پر حسنې مبارک د ۶ لکو ډالرو په ارزښت د ډالیو د اخستو یو تور لا پاتې چې د هغه په وینا ددې تور په ردولو سره به د مصر دغه پخوانۍ ولسمشر له بند ازاد شي.

حسنې مبارک او د هغه د واکمنۍ د کورنیو چارو وزیر د حکومت پر ضد د ۲۰۱۱م کال د پاڅون پر مهال د مظاهره چیانو د وژلو د نه مخنیوي په قضیه کې تیر کال په عمر قید محکوم شول خو د استئناف د غوښتنې له منل کیدو وروسته به مبارک او د هغه د واکمنۍ د کورنیو چارو وزیر د محکمې د بیا پیل تر نیټې له بنده ازاد وي.

ټاکل شوې ده چې؛ د مصر د وضیعت په اړه سبا چهار شنبې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران په بروکسل کې بیړنۍ غونډه وکړي.

اروپايي ټولنې په مصر کې تیره اونۍ د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې له واک څخه د لرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي د سلګونو پلویانو له وژل کیدو وروسته خبردارۍ ورکړ چې دا ټولنه به په عاجله توګه له مصر سره پر خپلو اړیکو له سره غور وکړي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG