د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

د افغانستان د خپلواکۍ کالیزه په مختصر ډول ولمانځل شوه



راپور: جمیله ظریف

نن ( دوشنبه) په افغانستان کې د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ نه د دې هېواد د خپلواکۍ د څلور نویمې کالیزې جشن ولمانځل شو.

ولسمشر کرزي د دې ورځې د نمانځلو په هدف د دفاع وزارت په انګړ کې د ازادي منار مخې ته د ګلونو ګیډۍ کیښوده.

بل خوا یو شمېر کابل ښاریان پر حکومت انتقاد کوي چې؛ دا ورځ یې په مختصرو مراسمو کې لمانځلې ده.

غازي امان الله خان په ۱۹۱۹ لمریز کال کې له انګلستان نه د افغانستان خپلواکي واخیسته.

افغان چارواکو د هېواد د خپلواکۍ جشن د تیرو څو کلونو په شان په ډیرو مختصرو مراسمو سره ونمانځله.

د ولسمشر کرزي د ویاند مرستیال فایق واحدي ازادي راډیو ته وویل چې؛ حامد کرزي د دوشنبې په ورځ چې د افغانستان د خپلواکی له څلور نویمې کلیزې سره سمون خوري د دفاع وزارت په انګړ کې د آزادي منار مخې ته د ګلونو ګیډې کیښوده.

هغه وویل چې؛ په دې مراسمو کې یو شمېر لوړ پوړو دولتي چارواکو او بهرنیو دیپلوماتانو هم ګډون کړې وو:

(افغان ولسمشر حامد کرزي نن د دفاع په وزارت کې د ازادي منار مخې ته د ګلونو په ایښودلو سره د هېواد د څلور نویمې کلیزې جشن ونمانځه.

په دې محفل کې ډیرو ملي، جهادي، سیاسي مشرانو، د افغانستان د ملي شورا استازیو، د کابینې غړیو او همدا راز د بهرنیو هیوادونو استازیو او سفیرانو هم ګډون کړی وو).

افغان دولت په دې ورځ عمومي رخصتي اعلان کړه.

له نن نه څلور نوي کاله مخکې د افغانستان د وخت پاچا امان الله خان د بریتانیا له امپراطورۍ څخه د افغانستان خپلواکي اعلان کړه.

خو سږ کال د خپلواکۍ د ورځې په لمانځنې کې د عامو خلکو او د مدني ټولنو د سازمانونو ونډه پراخه ده.

د تیرو کلونو په پرتله د کابل ښار په واټونو او لارو کې د غازي امان الله خان عکسونه او د افغانستان بیرغونه زیات لیدل کیږي چې اکثره یې د خلکو او مدني ټولنو له خوا ځوړند شوي دي.

د ټینګو امنیتي تدابیرو له امله د کابل ښارو په ځینو ځایونو کې د خلکو او موټرو پر مخ لارې تړل شوې وې.

د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکي همدا راز په حکومت انتقاد کوي چې باید د خپلواکې جشن په شانداره مراسمو سره ونمانځي.

خو داسې ښکاري چې حکومت سږ کال هم د ناامنیو له امله د خپلواکۍ جشن په داسې لویو مراسمو کې ونه لمانځه چې په هغې کې دې عام خلک هم ګډون وکړي.

حکومت په ۱۳۸۸ لمریز کال په غازي سټیډیوم کې د ثورد اتمې ورځې په جشن له وسلوالې حملې وروسته ملي ورځې په مختصرو مراسمو سره لمانځي.

په هغه جشن کې چې ولسمشر کرزي هم ګډون پکې کړې وو، د ملي شورا د یو غړي په ګډون درې کسان ووژل شول او اته نور ټپیان شول.

بلخوا یو شمیر کتونکي ټینګار کوي چې دولت باید ملي ورځې په شاندارو مراسمو ولمانځل شي تر څو په خلکو کې ملي روحیه پیاوړې شي.
XS
SM
MD
LG