د مصر امنیتي ځواکونه وايي، د قاهرې هغه جومات یې خالي کړی دی چیرې چې د لرې کړی شوې ولسمشر محمد مرسي ملاتړي د څو ساعتونو لپاره راټول شوې وو.
امنیتي ځواکونه وايي، یو شمېر کسان نیول شوي هم دي.
د شنبې په ورځ وختي د قاهرې په مرکزي سیمه کې په الفتح جومات کې د ډزو غږونه واوریدل شول او ویل کیږي چې؛ اوښکې بهونکی ګاز هم د جومات دننه کارول شوی دی.
په دې سیمه کې د محمد مرسي د ملاتړو او امنیتي ځواکونو ترمنځ شخړه یوه ورځ وروسته له هغې پیل شوه چې؛ د جمعې په ورځ د مرسي ملاتړو او امنیتي ځواکونو خپلو کې نښتې وکړې.
حکومت وايي چې د جمعې د ورځې راهیسې په روان تاوتریخوالي کې په ټول هیواد کې یو سلو درې اویا کسان وژل شوې دي.
له هغې راهیسې چې د تیرې چارشنبې په ورځ امنیتي ځواکونو په قاهره له دوو کمپونو څخه د مرسې د ملاتړو د ایستلو پر مهال په شخړو کې ښکیل شوې دي اوه سوه پنځوس کسان په دې هیواد کې د روان تاوتریخوالي قرباني شوې دي.
د لرې کړی شوې ولسمشر محمد مرسې پلوي د اخوان المسلمین ډلې ژمنه کړې چې ورځنیو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.
د حکومت یو ویاند شریف شاوکي د شنبې په ورځ وویل، د پوځ له خوا رامنځ ته شوی موقت حکومت پر داسې لارو چارو غور کوي چې په قانوني ډول د اخوان المسلمین ډله منحل کړي.
موقت صدراعظم حازم البیبلاوي ویلي، د هغو سره به هیڅ پخلاینه ونه شي چې قانون یې مات کړی دی:
((د هغوي سره روغه جوړه نه کیږي چې؛ لاسونه یې په وینو ککړ دی. د هغوي سره روغه جوړه نه کیږي چې د هېواد او خلکو خلاف یې وسله راپورته کړې ده. د هغوي سره روغه جوړه نه کیږي چې قانون یې مات کړی دی.))
موقت حکومت ویلي دي چې؛ دوي د تروریستي طرحې په وړاندې په مقابله کې دي.
د اخوان المسلمین ډلې ویلي، په هغو کسانو کې چې د جمعې په ورځ وژل شوې دي د دوي د یو رهبر زوی محمد بادي هم په کې شامل دی.
چارواکو ویلي دي چې؛ دوی د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري ورور هم نیولی دی.
د امنیتي ځواکونو له خوا د اعتراض کونکو زپلو د مصر پر پوځ نړېوال انتقادونه راپورته کړې دي. د مصر پوځ محمد مرسي د جولای په درییمه نیټه له واک څخه لرې کړ.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر کاټرین اشټان د مصر وروستی تاوتریخوالی ټکان ورکونکی بللی دی.
جرمني ویلي دي له قاهرې سره په اړیکو له سره غور کوي.
فرانسې او بریتانیا بیا د مصر په اړه د یو ګډ دریځ د خپلولو لپاره د اروپايي ټولنې ترمنځ د خبرو اترو غوښتنه کړې ده.
د بخښنې نړېوال سازمان بیا د مصر امنیتي ځواکونه تورن کړې دي چې د اعتراض کونکو پر ضد یې په ډیر شدت او له حده زیات ځواک کارولی دی او د دې اونۍ په ترڅ کې یې په مصر کې د وژنو په اړه د څیړنو غوښتنه کړې ده.
د امریکا متحدو ایالتونو له مصر سره ګډ پوځي تمرینونه لغوه کړې دي. امریکا چې د مصر پوځ سره د کال یو میلیار ډالر مرسته کوي وايي په نورو تدابیرو هم غور کوي.
د سعودي عربستان، اردن او عربي متحدو اماراتو په ګډون یو شمیر سیمه يیزو قوتونو بیا د مصر د پوځ ملاتړ کړی دی.