د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۸

د کابل ښار په سینما پامیر سیمه کې چاودنه شوې ده


د کابل امنیتي چارواکي وايي چې، نن غرمه مهال د کابل ښار په سينما پامير سيمه کې چاودنه شوې، خو مرګو ژوبله نه لري.

د کابل د امنيه قومندانۍ مرستیال جنرال دوادو امین له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل چې؛ پیښه د یوه ریموټ کنټرول ماین په واسطه رامنځ ته شوې ده.

"دا یوه وړه چاودنه وه. یو ډول چسپکي ماینونه دي او دا د یوه ملي تاجر چې عزت الله نومیږي د موټر پر ټانکۍ نښلول شوې وه او د سینما پامیر د تالاشي په سیمه کې چاودنه ترسره کیږي، موټر اور اخلي، سورلۍ یې د پولیسو له خوا ژغول کیږي او چا ته په کې د سره زیان نه دی اوښتی."
نوموړي وویل چې په دې اړه يې تحقیقات پیل کړي دي.

د دې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیتسی.
XS
SM
MD
LG