د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

سپریم شرکت ته ۷۲ساعته وخت ورکړل شو


د منصور جلال په نامه یوه افغاني شرکت یو ځل بیا د امریکایي شرکت«سپریم » پر خلاف اعتراض وکړ.

د دې شرکت مسئولینو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، امریکایي سپریم شرکت د دوي دوه ویشت میلیونه ډالره قبضه کړي.

د منصور جلال شرکت مشاور محمدیوسف امین وویل، کابو کال کېږي چې دا ستونزه یي افغان چارواکو او په تیره له لوی څارنوالۍ سره په رسمي توګه شریکه کړې، خو په هکله یي هیڅ اقدام نه دی شوی.

ښاغلي امین وویل، که حکومت له سپریم شرکت نه د دوي حق وانه خلي، دوي به په لویو لارو کې د سپریم شرکت نقلیه وسایط ودروي.

د منصور جلال شرکت مسئولین وايي، د دوي د مسلسلو غوښتنو او اعتراضونو سره سره، افغان حکومت له امریکایي شرکت«سپریم کمپنۍ » څخه د دوي د پیسو د اخیستلو په هکله اقدام نه دی کړی.

دا شرکت ادعا کوي چې؛ سپریم امریکایي شرکت ته یي د«دوه ویشتو میلیونو ډالرو» په ارزښت کار کړی، خو کابو یو کال کېږي چې؛ یاد شرکت نه له دوي سره حساب ته کېني او نه پیسې ورکوي.

د منصور جلال شرکت مشاور محمدیوسف امین د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، که حکومت په درې ورځو کې له سپریم کمپنۍ سره د دوي حساب کتاب تصفیه نه کړي، د سپریم کمپنۍ نقلیه وسایط به ودروي:

«موږ له لویي څارنوالۍ، په مجموع کې د افغانستان له اسلامي دولت او ایساف ځواکونو څخه تمه لرو چې؛ زموږ ستونزې ته دی پام وکړي.

موږ جدي تصمیم لرو که تر دوه اویا ساعتونو پورې سپریم شرکت سره زموږ حساب تصفیه نه کړي، موږ د هېواد په پولو او نورو سیمو کې د هغه شرکت نقلیه وسایط ودروو او که هره پیښه وشوه مسئولیت به یي زموږ پر غاړه نه وي»

سپریم شرکت له څه باندې لسو کلونو راهیسي په افغانستان کې دیره بهرنیو ځواکونو ته لوژستیکي اکمالات کوي.

ښاغلی امین وویل، منصور جلال شرکت او متحدینو یي له سپریم شرکت سره د یوه رسمي تړون له مخې په لوژستیکي اکمالاتو کې کار کړی خو یاد شرکت له دوي سره له حساب کولو سرغړوي او نه غواړي چې حقوق یي ورکړي.

د منصور جلال شرکت د معلوماتو له مخې، سپریم شرکت په هکله یي مربوطو دولتي ارګانونو په تیره لوی څارنوالۍ، د سوداګرۍ خوني او ایساف ځواکونو ته رسمي غوښتنلیکونه او اعتراضونه سپارلي، خو نتیجه یي نه ده ورکړې.

ازادی رادیو هڅه وکړه چې؛ د مسئلې په هکله د لوی څارنوالۍ اقدامات وپوښتي خو چارواکو یې معلومات ورکولو ته حاضر نه شول.

خو شاوخوا میاشت مخکې لویي څارنوالۍ ازادی رادیو ته ویلي و، چې دا یوه مهمه حقوقي مسئله ده او په هکله یي اجراات پیل شوي دي.

په وروستیو درې میاشتو کې د منصور جلال شرکت او د پنځه نورو شرکتونو مسئولینو، موټر چلوونکو او کار کوونکو او کارګرانو درې ځلي د سپریم شرکت پر ضد په کابل ښار کې او ان د یاد شرکت مخې ته مظاهرې هم کړي دي.

خو خپله د سپریم شرکت مسوولینو تر اوسه رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ویلي.

پخوا تر دې هم ځینو افغاني شرکتونو شکایت درلود چې؛ یو شمېر بهرنی کمپنۍ د دوي حقوق پر وخت نه ورکوي.
XS
SM
MD
LG