د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۳۶

مصري پوځ دوه کمپونه له اعتراض کوونکو پاک کړل

د مصر پوځ او امنیتي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ په قاهره کې د لیرې کړای شوي جمهور رئیس محمد مرسي د ملاتړو اعتراض کوونکو پر دوو کمپونو یرغل وکړ او د دوي په وینا، له اعتراض کوونکو یي پاک کړل.

د مصر دولتي چارواکو د مړیو شمېر ۱۴۹ ښودلی، خو د اخوان المسلمین کسان وایي، د امنیتي ځواکونو په حملې کې له دوه زرو زیات اعتراض کوونکي وژل شوي دي.

د مصر دولتي تلویزیون د چهارشنبې په مازدیګر وویل چې؛ په قاهره کې د اعتراض کوونکو ستر کمپ یعنې د ربعا ال اداویه مسجد یي له یوې ورځې جګړې وروسته، هغه مهال له اعتراض کوونکو څخه پاک یا خالي کړ چې؛ د محمد مرسي ملاتړو ته یي د امن وتلو لار ورکړه.

د چهارشنبې پر سهار پوځ د اعتراض کوونکو بل کوچنی کمپ هم خالي کړی و.

د مصر د کورنیو چارو وزیر محمد ابراهیم د چهارشنبې په شپه په یوه خبري کنفرنس کې وویل، د اعتراض کوونکو د لیرې کولو په عملیاتو کې د امنیتي ځواکونو ۴۳ تنه وژل شوي دي.

ده وویل، امنیتي ځواکونه به د مصر په هیڅ ځای کې د ناستې اعتراضونو ته اجازه ورنه کړي.

د مصر موقت حکومت چې پوځ یي ملاتړ کوي، په هېواد کې د یوې میاشتې اضطراري حالت او په لسو ولایتونو کې د شپي ګرځیدنې بندیز اعلان کړ.

د امریکا متحده ایالاتو د اعتراض کوونکو پرضد شخړې غندلي او وایي، د بیړني یا اضطراري حالت د اعلان مخالفت کوي.

د سپینې ماڼۍ مرستیال ویاند جاش ایرنیست وویل:

"د امریکا متحده ایالات په مصر کې د اعتراض کوونکو پر ضد شخړې په کله غندي.

موږ د وژل شویو او ټپیانو کورنیو ته خپله خواخوږي څرګندوو. موږ په مکرر ډول د مصر پر پوځ او امنیتي ځواکونوغږ کړی چې له حوصلې څخه کار واخلي او حکومت باید د خپلو اتباعو حقونو ته درناوی وکړ.

موږ له اعتراض کوونکو هم غوښتې چې؛ سوله ییزې مظاهرې وکړې.

شخړې یوازې دومره کوي چې؛ د دوام داره ثبات او ډموکراسۍ پر لور د مصر حرکت له ستونزو سره مخامخ کړي او د پخلاینې لپاره د موقت حکومت د ژمنو په مخالف لوري حرکت کوي."


سپینې ماڼۍ دغه راز له ټولو اړخونو غوښتې چې له شخړو لاس واخلي او خپل مخالفتونه په سوله ییز ډول حل کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري په واشنګټن کې وویل، د مصر ټول اړخونه باید شخړې پریږدي اود سیاسي حل پر لور باید ولاړ شي.

ملګرو ملتونو، اروپایي اتحادیي او یو زیات شمېر هېوادونو هم د حوصلې او ارامۍ غوښتنې کړي دي.

د ترکېې جمهور رئیس عبدالله ګل په دې اړه وویل:

"په ملکېانو او هغو خلکو باندې وسله وال یرغل چې مظاهرې کوي، هیڅ د منلو وړ نه دی. هر دلیل چې وې، دا ډول اعمال به خطر ناکې دروازې پرانیږي."

د ترکېي د صدراعظم رجب طیب اردوغان دفتر د ملګرو ملتونو په امینت شوری او عربي اتحاد غږ وکړ چې په مصر کې د ټکوونو د بندولو لپاره دي سمدستي عمل وکړي.

د مصر د موقت حکومت د جمهور رئیس مرستیال محمد البرادعی د چهارشنبې په ورځ استعفی وکړه او په لیک کې یي لیکلې چې د یوه څاڅکې وینې د توئیدو مسولیت هم نشي اخیستلای.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG