د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۵

په مصر کې اضطراري حالت اعلان شو


په مصر کې د امنيتي ځواکونو او د لرې کړاي شوي ولسمشر محمد مرسي د پلويانو تر منځ په اخ وډب کې د وژل شويو کسانو دقيق شمير نه دي معلوم.

حکومت د شپږ پنځوس کسانو د مړينې خبره تاييدوي او د اخوان المسلمين ډله وايي چې دوه زره دوسوه کسان يې وژل شوي دي.

دغو شخړو د نړيوالو عکس العملونه پارولي دي. د ملګرو ملتو سرمنشي بان کي مون د مصر د امنيتي ځواکونو له لورې د محمد مرسي د پلويانو د اعتراضي کمپونو د تخليه کيدو پر مهال د تشدد غندنه وکړه.

د ملګرو ملتو د سرمنشي د وياند په وينا ويل شوې دي چې ملګري ملتونه د دې پيښو په اړه معلومات راغونډوي خو داسې ښکارې چې په دې اخ وډب کې په سلګونو کسان وژل شوي و يا ټپيان شوې دي.

اروپايي ټولنې له مصري چارواکو د زغم غوښتنه وکړه. د دغې ټولنې وياند پيټر ستانو نن په بروکسل کې خبريالانو ته ويل، موږ له ټولو ډلو جدي غوښتنه کوو چې له اعظمي زغمه کار واخلي.

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليم هيګ په يوه بيان کې وويل، زه په مصر کې د شخړو او ناکراريو زياتيدو ته ډير سخت انديښمن يم. ويليم هيګ د اعتراض کوونکو د کمپونو د تخليه کيدو لپاره له زوره کار اخيستل وغندل او له امنيتي ځواکونو يې وغوښتل چې له صبر او زغمه کار واخلي.

د جرمني د بهرنيو چارو وزير ګيودو ويسترويلي بيا د مصر له موقت حکومت او د مرسي له پلويانو وغوښتل چې د شخړو پر ځاي دې ستونزه د خبرو له لارې سره هواره کړي:

«موږ له ټولو سياسي قدرتونو غواړو چې بيا خبرو ته راوګرځي او مذاکره وکړي له تاوتريخوالي او تشدده ډډه وکړي. په مصر کې بايد نوره د وينو د بهيدو مخه ونيول شي. موږ له ټولو خواوو غواړو چې سياسي بهير ته داخل شي دا غوښتنه له ټولو سياسي قدرتونو کووو»

په اسلامي هيوادو کې بيا ايران په مصر کې ننۍ وژنه ډله ييزه وژنه وبلله او هغه يې وغندله.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وويل، ايران په مصر کې دغه سختې شيبې له نژدې څاري.

ايران خبرداري ورکړ چې دا ډول کارونه جدي عواقب لري.

بل لور ته قطر چې د لرې کړاي شوي ولسمشر محمد مرسي سخت ملاتړ کاوه، په مصر کې د اعتراض کوونکو ځپل وغندل.

د قطر د بهرنيو چارو وزارت له مصري چارواکو وغوښتل چې د سوله ييزو مظاهرو پر مهال له زوره کار وانخلي.

په اسلامي هيوادو کې بيا ترکيې له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې سمدستي د مصر د ډله ييزې وژنې د مخنوي لپاره راوړاندې شي.

د ترکيې صدراعظم رجب طيب اردوغان نن د ملګرو ملتو له امنيت شورا او عربي ټولنې وغوښتل چې سمدستي راوړاندې شي او په مصر کې د ډله ييزې وژنې مخه ونيسي. اردوغان زياته کړه چې د نړيوالو چوپه خوله پاتيدلو دې ته لاره هواره کړه چې په مصر کې چارواکي تشدد وکړي.

دغه شخړې د مصر له مرکزه پرته نورو ښارونو ته هم خپرې شوې دي. له اسکندريې هم د شخړو رپوټونه رارسيدلې دي. د مصر جمهوري رياست په هيواد کې د يوې مياشتې په مخه اضطراري حالت اعلان کړ.
XS
SM
MD
LG