د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۷

د کرنې وزارت په بادغیس کې د پستې د ځنګلونو پر وهلو اندیښمنه ده



راپور: ناجیه ساپۍ

د افغانستان د کرنې وزارت چارواکي په بادغیس ولایت کې د پستې د ځنګلو د وهلو په اړه اندیښنه څرګندوي او له امنیتي ارګانونو څخه غوښتنه کوي چې د دې ستونزې مخنیوی وکړي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د ځنګلونو د پراختیا ريیس له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل چې؛ د پستې ځنګلونه د خلکو ملي سرمایه ګڼل کیږي او باید چې تري کلکه څارنه وشي.

بل خوا د کورنیو چارو وزارت ادعا کوي چې؛ سیمه یېز طالبان په بادغیس کې د پسې ځنګلونه له منځه وړي.

د کرنې وزارت چاراکي تاييدوي چې؛ په بادغیس کې د پستې ځنګلونه وهل کیږي او ان په ځینو مواردو یې ریښې هم ایستل کیږي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د ځنګلونو د پراختیا ریس محمد امان امانيار د سې شنبې په ورځ له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل په دې اړه ورته راپورونه رسیدلي دي.

هغه له امنیتي ارګانونو وغوښتل چې؛ د هغو کسانو مخه ونیسي چې په بادغیس کې د پستې ځنګلونه وهي.

ښاغلي امانیار وویل چې؛ نشي کولای د خلکو کومه خاصه ډله په بادغیس کې د پستې د ځنګلونو په وهلو تورنه کړي، خو هغه وویل چې یو شمېر خلک د فقر له امله د پستې ځنګلونه وهي او د سوند د موادو په توګه ترې کار اخلي.

په تیرو کلونو کې هم داسې راپورونه ورکول شوي و، چې په بادغیس کې ځینې خلک د پستې ځنګلونه وهي او ریښې یې پاکستان ته انتقالوي.

د افغانستان ځینې غربي ولایتونه په طبیعي ډول د پستې ځنګلونه لري چې د افغانستان لپاره د عایداتو یوه ښه منبع ګڼل کیږي.

خو د کرنې د وزارت د ځنګلونو د پراختیا رییس وايي چې، په تیرو دیرشو کلونو جګړو کې د پستې ډیره برخه ځنګلونه له منځه تللي.

ښاغلي امانیار وویل چې؛ یو وخت د هرات او باغیس ترمنځ سیمو کې نوي زره هکتاره ځمکه د پستو په ځنګلونو اباده وه، خو اوس یې یوازې دریمه برخه یعنې دیرش زره هکتاره پاتې ده.

له بلي خوا دکورنیو چارو وزارت هم تاییدوي چې یو ځلې بیا په بادغیس کې د پستې د ځنګلونو وهل پیل شوي دي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي ادعا کوي چې؛ په دې کار کې د سیمې طالبان لاس لري او د پردیو په لمسون دا کار کوي.

ښاغلي صدیقي له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل چې؛ د ملي پولیسو تشکیلات په دې برخه کې زیات شوې دي او د کرنې له وزارت سره په ګډه کار کوي.

طالبانو تر اوسه د کورنیو چارو د وزارت د ویاند د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې چارواکي هم په دې وروستیو کې خبرداری ورکړی چې د ځنګلو لمنځه وړل به د ککړې هوا سبب شي.

که څه هم افغان چارواکو تل ویلي چې؛ د پستې او نورو بې ثمره ځنګلونو ساتنې ته پاملرنه کوي، خو د راپورونو له مخې په اکثرو ولایتونو کې د ځنګلونو له منځه تلل دوام لري.
XS
SM
MD
LG