د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

د انتخاباتو کمیسیون بیا له امنیتي ارګانونو څخه پر خپلو غوښتنو ټینګار وکړ


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون یو ځلي بیا له امنیتي ارګانونو وغوښتل چې؛ په دولسو ولسوالیو کې د رایې ورکونکو نوم لیکنې ته زمینه برابره کړي.

دې کمیسیون د اسد په پنځمه په ولسوالیو کې د نوم لیکنې پروسه پیل کړه، خو د ناامنیو له امله تراوسه په دولسو ولسوالیو کې دا مرکزونه نه دي پرانستل شوي.

چارواکي وايي، د اوس لپاره د هرې ولسوالۍ په مرکز کې د رایې ورکولو یو مرکز په نظر کې نیول شوی دی.

زموږ همکار احمدزبیر ژمن د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا له رییس ضیا الحق امرخیل سره په دې اړه مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي، چې په ولسوالیو کې دا پروسه څنګه روانه ده، ښاغلی امرخیل وايي:
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:11 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG