د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۳

د پکتیکا پولیسو ته د میړانې مډال ورکړل شو


د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال عبدالرحمان رحمان د پکتیکا په ولایت کې وویل، چې د ډېورند کرښې په ها غاړه کې د وسلوالو مرکزونه د افغانستان سرحدي ولایتونو امنیت ګواښي، نوموړي د ولسمشر له خوا د پکتیکا پولیسو ته د میړانې منظور شوی مډال وسپاره.

د اختر په دویمه ورځ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال سترپاسوال عبدالرحمان رحمان د امنیتي ادارو د یو پلوي په مشرۍ پکتیکا ولایت ته سفر وکړ، او ملي پولیسو ته يې د ولسمشر له خوا منظور شوی د میړانې مډال د ځانګړو پوځي مراسمو په ترڅ کې وسپاره.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال د یاد ولایت د ملي پولیسو یوې لویې غونډې ته وویل، چې د ډیورند کرښې په ها غاړه کې د وسلوالو مرکزونه او خوندي ځایونه د افغانستان سرحدي ولایتونو امنیت او ثبات ګواښي.

نوموړي د پکتیکا ولایت د پولیسو او نورو پوځي ارګانونو فعالیتونه وستایل او ځايي خلکو ته يې ډاډ ورکړ، چې د خپلو سرونو او مالونو په بیه به د خلکو امنیت وساتي:

((خلکو ته اطمینان ورکوم، چې د خپلو وینو په بدل کې د دوی حفاظت او ساتنه به کوو، دوی ته د هوسا ژوندانه له پاره سرښندنه کوو، دوی ته ډاډ ورکوو، چې دښمن به دلته سرماتۍ او ټېټ سترګی وي او دښمنان دې هم په دې پوۍ شي، چې تر څو پورې د دې غیرتې خاورې زامن موجود وي د خپلو پلرونو په شان چې هر کله دښمن دې هېواد ته په بده سترګه کتلي او یا یې بد قدم را اخیستی دی، سترګې يې ځینې ایستلي دي، زه اطمینان کوم چې د پکتیکا خلکو زموږ وینه له تاسو قربان ده.

ستاسو امنیتي ارګانونه چې ستاسو بچیان دي په ټوله مانا ستاسو په خدمت کې دي، ستاسو د هوساینې ساتنه او خدمت به کوي، له تاسو مجاهد او غیرتي ولس څخه مې غوښتنه داده چې دا سرتیري خپل خدمتګاران وګڼئ حمایه يې کړئ او حمایه مو تر اوسه کړې ده.))

پکتیکا والي محب الله صمیم هم په خپلو خبرو کې د یاد ولایت د امنیتي ارګانونو کړنې او فعالیتونه وستایل او د کورنیو چارو وزارت او په خپله د ولسمشر د پاملرنې څخه مننه او قدرداني وکړه او ویې ویل، چې اوسمهال خلک په خپلو امنیتي ارګانونو په منسوبینو ډېر باور کوي او له سرتیرو سره د دوی مرسته ډېره شوې ده:

((زه د کورنیو چارو وزارت محترمې رهبري ته او د هېواد جلالتماب ولسمشر ته دا ډاډ ورکوم چې دا د هېواد هغه زړور بچیان دي، چې په دې خاوره يې ننګه کړې ده او ساتلې يې ده، همیشه يې د خپلو پولو او سرحدونو څخه ساتنه کړې ده، دوی داسې کړنې کړي دي چې نن ولس پرې باور کوي، دوی داسې اجراات کوي، چې د پکتیکا ولسونه او خلک ورسره نږدې شوي دي.

له دوی سره مرسته او همکاري کوي او له دوی سره خپل مالومات شریکوي، دا هغه څه دي چې موفقیت او بریالیتوب خوا ته مو بیايي او د یووالي او اتحاد په لور مو بیايي.))

د پکتيکا ملي پوليس په داسې حال کې د ولسمشر له لوري د مېړانې په مډال ویاړل کيږي، چې وړمه ورځ په خوست د ملي اردو پلي لوا منسوبین هم د سیمرغ په پوځي عملیاتو کې د دوی په وینا د بریالیو فعالیتونو له کبله په ورته مډال ستایل شوي ول.

نجیب الله الوخېل
XS
SM
MD
LG