راپورونه وايي په يمن کې د امريکا د مشکوکو بې پېلوټه الوتکو په بريدونو کې دوولس تنه سخت دريځي وسلوال وژل شوي دي.
پرونييو بريدونو په عرب ټاپووزمه کې د القاعده شبکې غړي په نښه کړل.
دوو تازه بريدونو د يمن په جنوبي ولايت حضرالموت ولايت کې ځينې سيمې په نښه کړې، چې شپږ سخت دريځي وسلوال يې ووژل.
تر دې مخکې شپږ تنه وسلوال په ورته بريد کې په مرکزي ولايت مارِب کې وژل شوي وو.
د يمن پوځي چارواکو د نوم د نه ښوولو په شرط ويلي، د بې پېلوټه الوتکو په دغو بريدونو کې وسايط په نښه شوي دي.
د جولاى له ٢٧مې راهيسې په يمن کې د ډرون بريدونو ٣٤ تنه مشکوک سخت دريځي وسلوال وژلي دي.
دا بریدونه وروسته تر دې کیږي چې امریکا د احتمالي تروريستي بریدونو ګواښونه ترلاسه کړل او په دې پسې یې په منځني ختیځ او افریقا کې خپلې ډیپلوماتیکې ادارې وتړلې.
امریکا او بریتانیا په یمن کې هم له سفارتونو خپل کارکوونکي ایستلې دي.