د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۸

سور صلیب په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي


په افغانستان کې د سره صلیب د نړېوالې کمېټۍ مسئولین، ډاډ ورکوي چې په دې هېواد کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

که څه هم دغه کمېټه وايي، چي په افغانستان کې یې د نا امنیو له امله درې ولایتي دفترونه بند کړي، خو څرګندوي چې له نورو لارو به په دغو ولایتونو کې خپلو خدمتونو ته دوام ورکړي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د سره صلیب د نړېوالې کمېټې کارونه مهم بولي او وايي چې؛ دغه کمېټه بې طرفه ده او باید د وسله والو حملو هدف ونه ګرځي.


په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، هغو سیمو ته خپل خدمات د سرې میاشتې د عالې ټولنې له لاري رسوي، چي دوی په کې دفترونه بند کړي دي.

په کابل کې د ICRC یا سره صلیب د نړیوالې کمیتې د اړیکو مسئول راوبین والډو د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، له نا امنیو او ستونزو سره سره به بیا هم خپلو کارونو ته دوام ورکړي او نوربه په دې هیواد کې خپل فعالیتونه کم نه کړي.

ښاغلی والډو وايي، دوی د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره خوندي چاپیریال ته اړتیا لري.

“موږ ژمن یو چي په افغانستان کې خپل فعالیت ته دوام ورکړو، خو امنیتي حالت باید وڅېړل سي.

اوس مهال په دې هیواد کې د هډوکو 7 مرکزونه لرو، چي په کابل، شبرغان، د کندهار په میرویس روغتون او نورو سیمو کې فعاله دي، خو امنیتي اندېښنې هم لرو د خپلو کسانو په اړه، تاسو ولیده په جلال اباد کې زموږ له دفتر سره څه وسوه.

موږ اوس هم له زندانیانو سره وینو او خپل فعالیتونه مو نه دي درولي، یوازي کوښښ کوو چي د خپلو فعالیتونو د دوام پر هغو لارو کار وکړو، چي زموږ کار کوونکو ته ګواښ نه وي په کې متوجې.”

دې کمېټې وروسته تر هغه په ارزګان، کونړ او بادغیس کې خپل ولایتي دفترونه وتړل، چي دوې میاشتي مخکې په جلال اباد ښار کې پر دفتر ځان وژونکو کسانو حملې وکړې، چي یو ساتونکی یې ووژل سو او څو بهرنیان په کې ژوبل سول.

تر دې مخکې د سره صلیب کمېټې ویلي وه، چي د نا امنیو او غیر مسئولو وسله والو د ګواښونو له امله یې په ځینو ادارو کې د بهرنیو او کورنیو کارکوونکو شمیر کم کړی دی.

همدارنګه د راپورونو له مخي ویل سوي وه، چي سور صلیب په افغانستان کې شا او خوا 70 فیصده فعالیتونه کم کړي، خو د دې کمېټې د اړیکو مسئول په دې اړه څه ونه ویل او نه یې هم دا څرګنده کړه چې د دې کمیټې څه شمیرکارکوونکې یې کم کړیدي.

د سره صلیب نړیواله کمیټه له دوه ویشتو کلونو راهیسي په افغانستان کې کار کوي، دې کمیټې په ټول هیواد کې 17 ولایتي دفترونه او اتلس سوه افغان او بهرني کارکوونکې لرل.

له جنګي بندیانو سره مرسته کول، په جګړوکې ټپیانو ته روغتیايي اسانتیاوي برابرول او معلولینو ته د پلاسټیکې لاسونو، پښو او ویلچربایسکلونو جوړول په افغانستان کې ددې ادارې له مهمو کارونو څخه دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ددې هیواد لپاره د سره صلیب د نړیوالي کمېټې خدمتونه بې طرفه او مهم بولي.

ددې کمېسیون ویاند رفیع الله بیدار له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل، چي د دې کمیټې کارکوونکې هدف ونه ګرځوي.

د وسله والو طالبانو مشر ملا محمد عمر د کوچني اختر په خاطر په خپل پیغام کې ویلي، هغه نړیوالي بشري ادارې چي له سیاسي او استخباراتي مسایلو څخه لیري وي، دوی ورسره کار نه لري.

په جلال اباد کې د سره صلیب پر دفتر او تر هغه وروسته څو ورځي مخکې په همدې ښار کې د هندوستان پر قونسلګرۍ د حملو مسئولیت هم وسله والو طالبانو نه وو منلی.

د سیاسي چارو پوهان په دې باور دي، چي ځیني بهرنۍ استخباراتي کړۍ په افغانستان کې پر دغه دفترونو په حملو کې ښکېلي دي او د خپلو هدفونو په خاطر د نورو بهرنیو خیریه او ډیپلوماټیکو ادارو فعالیتونه په دې هیواد کې نه غواړي.

دوی په افغانستان کې له ټولو خواوو غواړي، چي د افغانستان د ګټو لپاره د خیریه ادارو او ډیپلوماټیکو دفترونو ساتنې ته لومړیتوب ورکړي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG