د لغمان ولایتي چارواکي وايي، چې په دې ولایت کې د وسله والو طالبانو يو سرګروپ د خپلو څلور تنو ملګرو سره یو ځای د سولې له بهیر سره یو ځای شو.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دغه سرګروپ مشر ضاالحق نومیږي او له دې وړاندې يې د لغمان په الینګار دره کې د دولت ضد فعالیتونه ترسره کول،چې د دوشنبې په ورځ په خاصو مراسمو کې خپلې وسلې په ځمکه کيښودې:
"قوماندان ضیاالحق چې؛ په الینګار دره کې د وسلوالو طالبانو د په نښه شوي قوماندان حلیم تر مشرۍ لاندې ورانکاري فعالیتونه تر سره کول د لغمان د امنیه قوماندانۍ په هلو ځلو له خپلو څلور تنو نورو ملګرو سره یو ځای له جنګه لاس په سر او د سولې له پروسې سره یو ځای شو".
یو ځای شوي سرګروپ ضاالحق وویل، چې له دې وړاندې دی د نورو خلکو د هدفونو ښکار شوی و او اوس په دې پوه شو،چې دا یو اسلامي نظام دی او په همدې خاطرې د دولت ضدفعالیتونو څخه لاس واخیست:
" موږ وروسته په دې پوه شو ،چې غولیدلی و او د پردیو په اشار به مو خپل پل پلچک، کلینیکونه او ښوونځي ورانول او د خپلو ورورنو افغان امنیتي ځواکونو سره به جنګیدو،خو اوس په دې پوه شو،چې دا کار زموږ په غلطه وه"
د لغمان والي ډاګټرسیدفضل الله مجددي د سولې له بهير سره ددغو پینځو تنو یو ځای کیدل یوه لویه لاسته راوړنه وبلله او په خبره يې،چې په افغانستان کې روانه جګړه د افغانانو په خوښه نه بلکې د پردیو استخباراتي جګړه ده،چې هغوی په ګټو څرخي خو قربانیان يې افغانان دي.
د لغمان د ولايتي ادارې دمعلوماتو له مخې له دولت سره یوځای شویو کسانو ته به د یوه کال لپاره د سرګروپ لپاره دیارلس زره افغانۍ او د نفرو لپاره يې اته زره افغانۍ معاش ورکول کیږي.
دارنګه دوی وايي،چې دغو یو ځای شویو کسانو ته به ددې تر څنګ په بېلابېلو برخو کې مسلکي زده کړې هم ورکړي،چې په راتلونکې کې د خپل ژوند چارې پرمخ یوسي.
ننګرهار ـ شاه محمود شینواری