د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۷

ترکيي د حکومت ړنګونکو پر ضد د حکم صادرولو بهیر پیل کړ


د ترکيې يوې محکمې پرون (دوشنبه) د هغو ٢٧٥ [دوه سوه پنځه اويا] کسانو په د حکم په صادرولو پیل وکړ چې؛ د حکومت ړنګولو د دسیسه په ګډون بېلابېل تورونه ورپورې شوي دي.

د محکمې د حکم پر اساس پرون د ترکیې د پوځ یو پخوانی جنرال په عمر قید محکوم شو.

دې پخواني جنرال له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۰ (میلادي) کال پورې د ترکیې د پوځ مشري کوله .

په ترکیه کې د تورنو کسانو له جملې لږترلږه یو یشت تنو ته د محکمې له خوا براٍت ورکړ شو. زیات شمیر کسان په اوږده موده بند محکوم شوي دي.

په ترکیه داپوزیسیون دری پخواني وکیلان له دولس تر پينځه دیرش کلونو په بند محکوم شول .

محکمې پرون د هر تورن پرضد حکم جلا اعلان کړ .

په دې دوه سوه پينځه اویا کسانو کې د ترکیې د پوځ لوړرتبه پخواني جنرالان، قانونپوهان او وکیلان، اکاډمیک شخصیتونه او ژورنالیستان شامل دي.

په دوی کې پر یو شمیر کسانو په یوه سیمیزه تروریستي ډله کې د شمولیت، په غیر قانوني ډول د وسلو درلودلو او د صدراعظم رجب طیب اردغان پر ضد د وسله وال پاڅون لپاره د خلکو د تحریکولو په څیر تورونه شامل دي.

استانبول ته نږدې د هغې محکمې د ودانۍ شاوخوا ته چې د تورنو کسانو محاکمه روانه ده ، د مظاهرې ضد پولیس ځاي پرځاي شوي او سړکونه د اوسپنيزو موانعو په مرسته بند شوي دي.

پولیسو پرون د هغو سلګونو اعتراض کونکو د خورولو لپاره چې د محکمې دا ودانۍ خوا ته روان وو د اوښکي بهونکي ګاز کار واخیست.

مظاهره کونکو پرون د محکمې په وړاندې نارې وهلې چې موږ د مصطفي کمال اتاترک عسکر یو.

د ترکيې سيکولر اپوزیسیون د محاکمې دا جریان چې په ٢٠٠٨ (میلادي) کال کې پيل شوې، غندلې ده.

دوى وايي دغه محاکمه د حکومت د انتقادکوونکو د غلي کولو لپاره پيل شوې ده.
د استانبول ښار یوه اوسیدونکی محمود چې له دې محاکمې سره مخالفت لري د رویټرز اژآنس ته وايي:

دا کسان محاکمه کیږي خو زه فکر کوم سی داسی ونه شي چې یوه ورځ خپله ښاغلی اردغان همداسې محاکمې ته ودریږي؟ خدای خبر چې دی به بیا کوم هیواد ته پناه ور وړي؟ د خداي عدالت به ځان څرګند کړي.
د ترکیې سیکولر پوځ له کلونو راهیسې په دې هیواد کې د رجب طیب اردغان په مشرۍ له حاکم مذهبي ګوند عدالت اوترقي سره ستونزې لري.

په دوه زره دوه (میلادي) کال کې قدرت ته د اردغان له رسیدو راهیسې سل هاوو پوځي جنرالان محاکمه شوي دي.

د حکومت منتقدان وايي چې داکار د دې لپاره شوی چې د دې هیواد په سیاسي چارو کې د پوځ دنفوذ مخنیوی وشي.

د ترکیې همدې محکمې تیرکال هم د پوځ لږترلږه درې سوه تقاعد شوي او برحاله جنرالان په دې تور چې لس کاله مخکې یې د حکومت د ړنګولو دسیسه جوړه کړې وه محاکمه او په تر شلو کلونو زندان محکوم کړل.
XS
SM
MD
LG