د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

رباني: په ملي او نړېواله کچه څو مهمې غونډې مو پلان کړي


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره یي په ملي او نړېواله کچه څو مهمې غونډې پلان کړي دي.

د دې شورا رئیس د یکشنبې په ورځ په کابل کې وویل، ټاکل شوې د افغانستان، سیمي او نړۍ د دیني عالمانو غونډه راتلوونکې میاشت په کابل کې جوړه شي.

نوموړی تمه ښيې چې؛ د افغانستان او پاکستان دیني عالمان هم خپله غونډه جوړه کړي.

د راپورونو له مخې څو میاشتې مخکې دا غونډه ځکه ونه شوه چې پاکستاني دیني عالمان ځیني پر شا شول.

په عین حال کې د افغانستان د دیني عالمانو د سراسري شوار رییس قیام الدین کشاف یو ځلې بیا انتحاري حملې حرامې بللې دي.

که په قطر کی له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیلولو هڅو تراوسه نتیجه نه ده ورکړې، د سولې عالي شورا وايي، کوښښ کوي په افغانستان کې د سولې د بریا په هدف په ملي او نړېواله کچه د دیني عالمانو غونډې جوړې کړي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا رئیس صلاح الدین رباني د یکشنبې په ورځ د هېواد د دیني علماوو له شورا سره په ګډه د قران کریم د نزول د لمانځني په غونډه کې وویل، کوښښ کیږي چې د دې غونډو له لارې د افغانستان د سولې لپاره په نړېواله کچه همکارۍ را جلب شي.

ښاغلي رباني وویل، ټاکل شوې د نړۍ او سیمې د اسلامي هېوادونو د عالمانو یوه غونډه راتلونکې میاشت کې په کابل کې جوړه شي.

نوموړي همداراز تمه وښودله چې د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو غونډه به هم جوړه شي:


“موږ د اسلامي عالمانو څو کنفرانسونه په ملي، سیمه ییزه او نړیواله توګه د سولي په پروګرام کې په پام کې نیولي دی.

له دغو مهمو کنفرانسونو څخه یو هم د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو ګډ کنفرانس دی، ځنډ په کې راغلی، خو هیله لرو چې ژر به جوړ شي.

همدارنګه پر یوه بل کنفرانس باندي کار کوو، چې په کابل کې جوړیږي او د سیمي او نړۍ عالمان ګډون په کې کوي، کوښښ به وکړو چې په راتلوونکې میاشت کې یې جوړ کړو.”

ټاکل شوې وه، د روان کال د مارچ په میاشت کې د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو غونډه جوړه سي، خو د پاکستان دیني عالمان په بیلا بیلو دلایلو له دې غونډي پر شا شول.

د افغانستان حکومت هڅه کوله چې؛ په دې غونډه کې د افغانستان او سیمې د جګړې پر خلاف د دیني عالمانو فتوا واخلي.

د افغانستان د سولي عالي شورا همداراز وویل، په پام کې لري، چې د اسلامي نړۍ په کنفرانس کې هم د افغانستان د سولي موضوع مطرحه کړي، چې ځینو هیوادونو ددې کنفرانس د کوربتوب لپاره لېوالتیا ښوولې.

ښاغلي رباني د دیني عالمانو له شورا سره په ګډه غونډه کې دا هم وویل، چې د افغانستان د دیني عالمانو ملي غونډه به هم ژر په کابل کې را وبلل شي.

د یکشنبې په ورځ د سولې د عالي شورا او دیني عالمانو په ګډه غونډه کې د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا رییس قیام الدین کشاف یو ځلې بیا ځان وژونکې حملې حرامې وبللې.

د افغانستان د سولي عالي شورا وروسته تر هغه دا خبري کوي، چې په تیره جولای میاشت کې په قطر کې د طالبانو لپاره خلاص سوی دفتر موقتاً بند شو.

تر اوسه معلومه نه ده، چې د افغانستان د سولي عالي شورا به د سیمي او نړۍ له دیني عالمانو سره په ګډه غونډه کې د سولي د بریا لپاره کومي لاري چاري پیدا کړي او که یا؟

د سیاسي چارو ځینې کتوونکې که څه هم دارنګه غوڼدې جوړول ګټور بولي خو وايي د سولې د راوستلو لپاره باید مخامخ له وسلوالو طالبانو سره د خبرو د پیلولو لاره ولټول شي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG