د یوناني طبابت بازار په افغانستان کې
اوسنی وخت چې د معاصر طبابت وخت دی؛ ډېری خلک لاهم په پخواني یعنې یوناني طبابت عقیده لري. حکیم لالا دلسوز چې کلونه کیږي، په کابل کې یوناني طبابت کوي؛ وايي چې، د یوناني طبابت مراجعین ورځ تربلې ډېریږي، د ده په وینا، ځکه چې یوناني طبابت اوس په هېواد کې قانوني بڼه غوره کړې او هر څوک چې غواړي دغه طبابت مخه کړي، باید د افغانستان له روغتیا وزارت څخه قانوني جواز ترلاسه کړي. لالا دلسوز وايي، چې په نړۍ دغه طبابت اکاډمیک لوستل کیږي، هغوی د دې لپاره ځانګړي پوهنتونونه لري او دی هیله لري، چې په افغانستان کې هم ورته پوهنتونونه جوړ شي.