د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۴۰

په روسیه کې سنوډن ته پناه ورکول د امریکا د مایوسي لامل شو


سپینه ماڼۍ وايي، د روسیې دې پریکړې سخت مایوسه کړی دی چې؛ د امریکا د ملي امنیت پخواني قراردادي اډوارډ سنوډن ته یې پنا ورکړې ده. د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارني د پنجشنبې په ورځ وویل؛ له دې پرېکړې وروسته، د دوی اداره د امریکا د ولسمشر بارک اوباما او د روسیې د ولسمشر ویلادیمير پوتین ترمنځ په راتلونکې پلان شوې سرمشریزه له سره غور کوي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارني پرون وویل، دوی د امریکا او د روسیې د مشرانو په هغه غونډه کې پر ګډون له سره غور کوي چې؛ په مسکو کې مخکې له مخکې پلان شوې ده:


"موږ یقیناً په مسکو کې د امریکا او روسیې د مشرانو د د وه اړخیزې غونډې ګټورتیا ارزوو او همدارنګه د روسيې له چارواکو سره په دې اړه په خبرو اترو کې یوو."

واشنګټن د جاسوسۍ په تورونو د اډوارډ سنوډن د ورسپارلو غوښتنه کوي چې؛ پر انټرنټ او ټیلفونونو یې د امریکا د څارنې پټ پروګرام په اړه معلومات افشا کړې دي.

د پنجشنبې په ورځ وختي د سنوډن وکیل "اناتولي کوچیرینا" خبریالانو ته وویل چې؛ سنوډن ته په روسیه کې یوکلنه پنا ورکړل شوې ده او د کاغذونو له ترلاسه کولو وروسته له هوايي ډګره وتلی دی.

نوموړی د جون له درویشتمې نیټې راهیسې د مسکو د هوايي ډګر په ټرانزیټ سیمه کې بند پاتې و. سنوډن له هانګ کانګ څخه مسکو ته تللی و.

د سنوډن وکیل وویل چې، نوموړې له هوايي ډګر څخه یو ناڅرګند؛ خو خوندي ځای ته تللی دی.

"سنوډن له هوايي ډګر څخه وتلی او یو خوندي ځای ته کډه شوی دی. زه هیلمند یم چې، تاسو به دا معلومات درک کړی شئ. نوموړې له ما وغوښتل چې، له تاسو مننه وکړم، هغه ډير هیلمند دی چې تاسو به یې درک کړی شي. خوندیتوب د هغه لپاره یوه ډیره جدي مساله ده."

په یو بیان کې چې د ویکي لیکس ویب پاڼې له خوا خپور شوی دی؛ سنوډن د روسیې مننه کړې چې، ده ته یې پنا ورکړه او د امریکا حکومت یې تورن کړی دی چې؛ نړیوال قانون ته یې هیڅ درناوی ونه کړ.

سنوډن وروسته له هغې په روسیه کې د موقتې پنا غوښتنه وکړه چې؛ د امریکا متحدو ایالاتو د نوموړې پاسپورټ باطل اعلان کړ.

د امریکا متحدو ایالتونو له روسیې غوښتي وو چې؛ نوموړې دې بېرته ورواستوي، خو ولسمشر ویلادیمير پوتین د امریکا غوښتنه رد کړه. پوتین مخکې تر دې ویلي وو چې؛ د سنوډن پر سر به د مسکو او واشنګټن د اړیکو د خرابېدو اجازه ورنه کړي.

د پوتین د بهرنۍ پالیسۍ سلاکار یوري اوشاکوف د پنجشنبې په ورځ وویل؛ د روسیې او امریکا د اړیکو د خرابولو لپاره د سنوډن مساله ډېره وړه ده.

پوتین ویلي، که چېرې سنوډن په روسیه کې پاتې کېدل غواړي؛ نوموړی به د امریکا د پټو اسنادو له رسوا کولو لاس اخلي.

د اډوارډ سنوډن وکیل ویلي چې؛ نوموړې دا شرط منلی دی.

په عین حال کې د بښنې د نړیوال سازمان د روسیې د څانګې مشر سیرګي نیکتین د مسکو د دې پریکړې هرکلی کړی چې؛ سنوډن ته یې پنا ورکړې ده. نوموړې ویلي، دا یو له هغو کم سارو مواردو څخه دی چې؛ دا اداره په کې له روسي چارواکو سره موافقه ده.
XS
SM
MD
LG