د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۱

په افغانستان کې د پاکستان او هند د نیابتي جګړې امکان


د امریکا متحده ایالات له افغانستانه د خپلو ټولو عسکرو د وتلو خبره کړې او له دې هېواده د چټک وتلو په مقصد یي له طالبانو سره د خبرو لړۍ هم پیل کړې ده.

که چېرې امریکا له افغانستان څخه خپل ټول عسکرو وباسي، پاکستان او هند به په دې هېواد کې خپلې نیابتي جګړې سختې کړي او هر یو به د خپل نفوذ د پراخولو لپاره هڅې وکړي.


کارپوهان په دې باور دی، که چېرې امریکا په ریښتیا هم په افغانستان کې د سولې نازکه عملیه ګډه وډه کړې نو په دې کار سره به د جنوبې اسیا د دوو اټومي طاقت لرونکو هیوادونو (پآکستان اوهند ) نیابتي جګړې په افغانستان کې شدت پیدا کړي.

د ګلوبل پوست ورځپاڼې په باور، د هند لپاره به دا یو سخت انتخاب وې چې د افغانستان په جګړې کې ځان ژور دخیل کړې او په اصطلاح د وینو په ګرداب کې ځان راګیر کړې، خو دا به هم ورته ګرانه وي چې خپل رقیب پاکستان یي په افغاسنتان کې برلاسی او حاکم شي.

په افغانستان کې د هند او پاکستان سیالۍ د ساړه جنګ له وخت راهیسي دوام لري. دواړو خوا په افغانستان کې د شوروي اتحاد د یرغل په کلونو کې د بیلابیلو ډلو ملاتړ کاوه. پاکستان اسلامي ډلې روزلې او پاللې او په نتیجه کې یي طالبان واک ته ورسیدل.

د ګلوبل پوست په باور، د جورج ډبلیو بوش ادارې په ۲۰۰۱ کال کې پر هند فشار اچولی و چې په افغانستان کې خپله ونډه کمه کړې او دا ځکه چې امریکا هغه مهال د افغانستان په جګړې کې د پاکستان ملاتړ او ددي هیواد له لارې د ناتو اکمالاتي لارې ته اړتیا درلوده.

دا مهال چې؛ متحده ایالات له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ایستلو خبره کوې، پاکستان اوهند دواړه په دي نظر دي چې په افغانستان کې د یوه برلاسی به د بل لپاره مصیبت وي.

افغان تاریخ لیکونکې او ژورنالیست عبدالحمید مبارز د افغانستان، هند او پاکستان د اړیکو په اړه وایي:

«افغانستان یو خپلواک هېواد دی او داسې هېواد دی چې له هند سره د اریایانو له وخت راهیسي لرغونې اړیکې لري. تاسي وینۍ چې د هند په ملی سرود کې د ویدي سندرو اغیز چې له افغانستان څخه ورغلې، هم شته.

په دې توګه، کله چې د هند او افغانستان اړیکې پراخیږي، پاکستان حسیاست ښیي. پاکستان باید ددي پر ځاي زیار وباسي چې د هند په څیر له افغانستان سره خپل اړیکې پراخ کړي».

ګلوبل پوست روځپاڼه لیکي: اسلام اباد بیره لري چې هند به د بلوچستان ایالت کې وسله والو ته د افغانستان له لارې مرستې زیاتې کړې.

پاکستان دغه راز په کابل کې نفوذ ټینګول د خپل پوځې ستراتیژیک پلان لپاره حیاتې بولې.

هند په خپل وار، په افغانستان کې د اسلامي بنسټ پالو د قوت له امله اندیښنه لرې او فکر کوي چې په کشمير کې به دوي ته ستونزې زیاتې کړي او د لشکر طیبه ډلې په څیر به په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د روزنې مرکزونه فعال شي. د ورځپاڼې په باور، تر اوسه هند په دي کار کې میدان بایللی دی.

ګلوبل پوست لیکې، هند د افغانستان په بیا رغاونې کې شاوخوا دوه میلیارده ډالره مرسته کړې او په یوې وروستۍ نظر پوښتنې کې چې بي بي سي، ABC News او ARD موسسې کړې، ښکاري چې په سلو کې ۷۴ افغانان د هند په اړه ښه او مثبت نظر لري او یوازي په سلو کې اته کسان د پاکستان پلوي کوي. په همداسي یوه حالت کې د پاکستان ملاتړې وسله والې ډلې هڅه کوي چې په افغانستان کې واک ترلاسه کړي.

جمهور رئیس حامد کرزي څه موده مخکې له هند څخه غوښتې وو چې د افغانستان امنیتي ځواکونو ته دي د وسلو مرسته وکړي، خو د ګلوبل پوست په نظر، نوی ډهلی نه غواړي افغانستان ته وسلې ورکړې او د دوي په وینا، ځان په لانجه کې ښکېل کړي.

د هند د بهرنیو چارو پخواني وزیرکانوال سیبال ګلوبل پوست ته ویلي و:

(مونږ باید د وسلو په برخې کې له پوره احتیاط څخه کار واخلو، مونږ نه غواړو چې د پاکستان او طالبانو د ګډې جګړې پر ضد د افغان حکومت ملاتړ وکړو او د دوي بار په اوږو یوسو.)

د هند د یوه پوهنتون استاد پروفیسر سومیت ګانګولې وایي، د هند دا پریکړه چې د جمهور رئیس کرزي حکومت ته وسلې نه ورکوي یو احمقانه او د بي عقلۍ عمل دی.

دی وایي، مخکې له هغې چې هند د افغانستان د راتلونکې په اړه له پلانونو څخه وایستل شي ، هندیان باید همدا اوس عمل وکړي.
XS
SM
MD
LG