د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

لا هم پانګوال په افغانستان کې له ستونزو سره مخ دي



راپور: نسیم شفق

افغان چارواکي وایي چې؛ په تیرو یوولسو کلونو کې په افغانستان کې څه باندې شپاړلس سوه بهرنیو او پنځه ویشت زرو کورنیو خصوصي شرکتونو فعالیت پیل کړی.

دوي وایي چې؛ د خصوصي پانګه والو لپاره ډیر سهولتونه رامنځ ته شوي او په دې هېواد کې د هغوي د پانګې اندازه میلیاردونو ډالرو ته رسیږي.

خو د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې؛ په افغانستان کې په تیرو یوولسو کلونو کې خصوصي پانګه اچوونکو ته لازم شرایط نه دي برابر شوي او هغوي په دې هېواد کې کمه پانګه لګولې ده.

په عین حال کې د اقتصادي چارو څیړونکي د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره خصوصي پانګه اچوونه مهمه بولي، خو پانګه وال وایي چې له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي.

که څه هم افغان چارواکي ټینګار کوي چې؛ په تیرو یوولسو کلونو کې په افغانستان کې د پام وړ بهرنۍ خصوصي پانګه اچول شوې خو د سوداګرۍ او صنایعو خونه او اقتصادي څیړونکې په دې هېواد کې د خصوصي پانګې اندازه کمه بولي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې؛ په افغانستان کې ټول نږدې لس میلیارده ډالره خصوصي پانګه اچول شوې چې یوازې درې دیرش فیصده یې بهرنۍ پانګه ده.

د دې خونې عامل رییس محمد قربان حقجو ازادي راډیو ته وویل، که چېرې سمه پاملرنه شوې وای نو په تیرو یوولسو کلونو کې به په دې هېواد کې ډیره خصوصي پانګه اچول کېده:

"افغانستان د لوړې خصوصي پانګې د جذب توان لري په تیره د کانونو په برخه کې.

که موږ د کانونوبرخه د خصوصي پانګې اچوونې لپاره برابره کړې وې نواوس به په افغانستان کې د ډیرې پانګې د اچوولو شاهدان وو،له بده مرغه مونږفرصتونه له لاسه ورکړل.

اساسي برخه چې کولای شي ډیره اقتصادي ګټه ولري هغه د کانونو،صنایعو او کرنې برخې دي اوپه دې برخوکې کمه خصوصي پانګه اچول شوېده".


افغان چارواکي وایي چې؛ په تیرو یوولسو کلونو کې په افغانستان کې دوه زره درې سوه اوه ویشت بهرني شرکتونه ثبت دي چې له دې ډلې څخه شپاړس سوه څلور اویا یې دا مهال فعالیت لري.

ایسا یا له پانګې اچوونې څخه د ملاتړ اداره وایي چې؛ څلویښت زرو کورنیو خصوصي کمپنیو هم له دې ادارې څخه د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي چې پنځه ویشت زره یې فعالې دي.

خصوصي پانګه والو په افغانستان کې په ساختماني،ترانسپورت،بانکونو،معلوماتي ټکنالوژۍ،مخابرات اود رسنیوپه برخوکې ترډیره پانګه اچولې ده.

په همدې حال کې خصوصي پانګه وال وایی چې د دوی له ډیرو غوښتنو سره سره لاهم په افغانستان کې د دوی فعالیتونه له خنډ او ستونزو سره مخامخ دي او که ورته پاملرنه ونشي نوښایی چې د ډیرشمیربهرنیو پانګه والو ترڅنګ کورني پانګه وال هم له دې هیواد څخه خپلې پانګې وباسي.

افغان پانګه وال او د خصوصي متشبثینود بورډ رییس رحم الدین حاجي آغا د کورنیو او بهرنیو خصوصي پانګه والو پر وړاندې پرتې ستونزې داسې په ګوته کړې:

"لومړۍ ستونزه نا امني ده، د سمې پالیسې نه موجودیت،د تعرفې لوړوالی،پانګه والو ته د ځمکې نه ویشل،په تولیدي فابریکوکې د برښنا نشتوالی هم له جدي ستونزو څخه دي.

دغه راز ترانزیتي مسایل اوپه سیمه کې موجوده سیاسي وضع هم د پانګه پروړاندې لویې ستونزې دي".


خو افغان چارواکې وایي، چې د خصوصي پانګه والو لپاره په افغانستان کې د پانګې اچوونې ښه شرایط برابرشوي او افغان حکومت د دوی لپاره ټول هغه سهولتونه برابروي چې ورته اړتیا ولري.

آیسا یا له خصوصي پانګې اچوونې څخه د ملاتړ اداره وایی چې خصوصي بهرني پانګه وال هم د دوی اصولوته پام نکوي او دوی ته یې ځینې ستونزې جوړې کړي.

د دې ادارې ویاند روح الله عشرت احمدزي آزادي راډیوته وویل چې بهرني پانګه وال په وخت اومنظم ډول مالیې نه ورکوي او دا د دوی لپاره یولوی خنډ دی.

ښاغلی احمدزی سره له دې چې د خصوصي پانګه والو ځینې ستونزې مني خو وایی چې په روان میلادي کال کې خصوصي پانګه اچوونه د تیرکال په مقایسه زیاته شوې:

"په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د ۲۰۱۲ کال په پرتله خصوصي پانګه اچوونه زیاته شوې،سربیره پرکورنیو پانګه والو بهرنیو پانګه والو هم پانګه اچوولې ده.

یعنی سږ کال په افغانستان کې د پانګې اچوونې لپاره د بهرنیو پانګه والو لیوالتیا په مراتبو زیاته شوې".


روح الله احمدزي وویل چې؛ په افغانستان کې یوازې د مخابراتواومعلوماتي ټکنالوژۍ په برخوکې شاوخوا څلور نیم ملیارده ډالره پانګه اچول شوې چې څه باندې یولک کسانوته یې کارې زمینې هم برابرې کړیدي.

اقتصادي څیړونکې هم د افغانستان د اقتصاد لپاره خصوصي پانګه اچوونه مهمه او اساسي بولي خو ټینګار کوي چې باید بهرنیواوکورنیو خصوصي پانګه والولپاره نورې آسانتیاوې هم رامنځ ته شي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد استاد تاج محمد اکبر د افغان حکومت لپاره د خصوصي پانګې د جلب لپاره شوې هڅې کمې بولي او وایی چې د افغانستان د اقتصاد د غوړیدولپاره یوازینې لاره خصوصي پانګه اچوونه ده:

"د اقتصادي ودې اوپرمختګ لپاره خصوصي پانګه اچوونه ډیراهمیت لري ځکه له دې سره په هرهیواد کې اقتصاد پیاوړی کېږي.

کاري زمینې،تولیدات او صادرات زیاتیږي او باالآخره خصوصي پانګه اچوونه د اقتصادي ثبات لامل ګرځي.

اوس مهال مونږ یوازې څلور فیصده صادرات او شپږ نوي فیصده واردات لرو چې په هیواد کې د سوداګرۍ جدي کسربلل کېږي".


افغان چارواکې وایي چې؛ په افغانستان کې د بهرني او کورني خصوصي پانګې اچوونې د جلب لپاره ډیرې هڅې کوي او په همدې هدف د مالیې وزارت څه موده مخکې یوه طرح هم د وزیرانو شورا ته وړاندې کړي.

په دې طرح کې چې د وزیرانو د شورا لخوا تصویب هم شوه د خصوصي پانګه والو د هڅونې لپاره ډیرامتیازات او سهولتونه په پام کې نیول شوي.

خو پانګه وال او سوداګر ټینګار کوي چې دارنګه طرحې باید یوازې د کاغذ پر مخ پاتې نشي، بلکې په عمل کې هم پلې شي.
XS
SM
MD
LG