د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۴

کارپوهان: پاکستان ته د "کري" سفر افغانستان ته څومره مهم دی؟



راپور: ناجیه ساپۍ

د سیاسي چارو ځیني افغان کارپوهان وايي، پاکستان ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کرې سفر مهم بولي.

دغه کار پوهان په دې باور دی چې؛ جان کري به په دې سفر کې هڅه وکړي چې؛ په افغانستان د سولې او ثبات په راوستلو کې د پاکستان صادقانه همکاري جذب کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه پاکستان ته دا د کري لومړی سفر دی.

د سیاسي چارو ځیني افغان کارپوهان په دې باور دي چې؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري پاکستان ته په خپل سفر کې بېلابېل اهداف تعقیبوي.

دوي وايي، د افغانستان د سولې پروسه او دې پروسې ته د پاکستان صادقانه ملاتړ جذبول د جان کري د دې سفر له مهمو اهدافو څخه شمیرل کیږي.

د سیاسي چارو یوه کار پوه ډاکټر لطیف نظري د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته په دې اړه وویل:

"زه فکر کوم دا سفر کولای شي چې د ډير اهمیت وړ وي،ځکه اصولآ پر پاکستان دا سفر خاص تاثر لري،ځیني نښې موجودې دي چې امریکایان هڅه کوي چې پاکستان دیته اړ کړي چې دنظامي کړیو د مداخلو مخه ونیسي او تر یوه حده دسولي وضیعت په افغانستان کې د پرمختګ خواته بوځي."

ښاغلي نظري وویل چې، امریکا هڅه کوي ترڅو د اسلام اباد او واشنګټن اړیکې ښې شي او په سیمه کې له ترورزم سره د مبارزي لپاره یوه منظمه جبهه پرانیزي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې په شپه پاکستان ته ورسیده.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه دا پاکستان ته د جان کري لومړی سفر دي، چې په پاکستان کې د نوي حکومت له رامنځ ته کیدو وروسته کیږي.

خو دا سفر په داسې حال کې کیږي چې؛ له امریکا او پاکستان سره د افغانستان اړیکې په قطر کې طالبانو ته د دفتر له پرانستل کیدو وروسته خرابې شوي دي.

افغان دولت ددې دفتر پرانستل کیدل چې د امریکایانو او طالبانو د پټو خبرو په نتیجه کې د پاکستان په همکاري ، خلاص شوی و، یوه دسیسه بللې وه.

د سیاسي چارو افغان څیړونکی صبغت الله تمیم ازادی راډیو ته وویل چې کري به په دې سفر کې له پاکستان څخه وغواړي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې مرسته وکړي:

د افغان دولت له مخالفتونو وروسته په قطر کې د طالبانو دفتر اوس موقتاً تړل شوی دی.

خو پاکستانیو چارواکوپه دې وروستیو کې تمه ښودلې چې دا دفتر به په نږدې راتلونکې کې بیرته پرانستل شي.
له طالبانو سره دسولي خبرو اترو په اړه دپاکستان رول مهم ګڼل کیږي،خو څو ورځې وړاندي په بهرنیو چارو او دملي امنیت په چارو کې د پاکستان د صدارعظم سلاکار سرتاج عزیز کابل ته په خپل سفر کې ټينګار وکړ چې هیواد یې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي خو ددې پروسې کامیابیدل نشي تضمین کولای.
XS
SM
MD
LG