د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

"افغانستان کې د هندوانو او سیکهانو حقوق په مسلسل ډول تر پښو لاندې کېږي"



راپور: خان محمد "سیند"

د افغانستان د هندوانو او سیکهانو سراسري شورا وایي، په هېواد کې د میشتو افغان هندوانو او سیکهانو سیاسي او نور حقوق په مسلسل ډول تر پښو لاندې کېږي.

د یادې شورا غړو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، که حکومت د دوي ستونزې اوارې نه کړي، د ملګرو ملتونو له سازمان نه به وغواړي چې په یوه بل هېواد کې د اوسیدو حق ورکړي.

د جمهوري ریاست د چارو اداره وایي، حکومت ژمن دی چې د هېواد د هر تبعه له حقوقو څخه عادلانه دفاع وکړي.

د انتخاباتو د قانون له مسودې څخه په ولسي جرګې کې د هندوانو د یوې څوکۍ حذف کول پوهنې او لوړو زده کړو ته لاس رسی نه لرل، د ځمکو او جایدادونو غصبېدل، دیني او فرهنګي خنډونه او داسې نور، د هندوانو او سیکهانو پر وړاندې په افغانستان کې عمده ستونزې بلل کېږي.

د افغانستان د هندوانو او سیکهانو د سراسري شورا مرستیال رنویرسنګ د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د هېواد دغه دیني اقلیت له څو لسیزو راهیسي له ستونزو سره مخ او په ډیرو برخو کې ورسره انصاف نه دی شوی.

ده له جمهورريیس څخه وغوښتل چې؛ په افغاني ټولنه کې دې د دوي دریځ تثبیت او غوښتو ته دې ځواب ووایي.

ده وویل، که د ستونزو حل ته یي تدابیر ونه نیول شي، نو د ملګرو ملتونو له سازمانه به مرسته وغواړي:

«که موږ ته پاملرنه ونه شي او دولت موږ سره مرسته ونه کړي، نن ورته د دې تریبیون له لارې وایو چې که زموږ ستونزې نه شې اوارولی نو موږ ته ځواب راکړه.

موږ به د ملګروملتو د دفتر له لارې په یو بل هېواد کې د پناهندګۍ غوښتونکې شو.»

هندوانو او سیکهانو له ولسمشر کرزي نه وغوښتل چې؛ د یوه تقنیني فرمان له مخې دې په ولسي جرګې کې دوي ته یوه څوکۍ ته ځانګړې کړي.

ویل کېږي چې؛ هندوانو او سیکهانو د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان د نورو اتباعو په څیر د هېواد په فرهنګي،روغتیایي، اقتصادي او امنیتي چارو کې فعاله برخه اخیستې ده.

د افغانستان مدني ټولنې وایي، هندوان او سیکهان د هېواد په لاسته راوړنو کې د پام وړ برخه لري او باید چې سیاسي او نور حقوق یې تر پښو لاندې نشي.

مدني ټولنې ټینګار کوي چې؛ حکومت دې د دموکراسی او د هېواد د اتباعو د حقوقو د برابرۍ له اصولو سره سم د هندوانو او سیکهانو ستونزې اوارې کړي.

افغان حکومت وایي،د هېواد د اساسي قانون له مخې د هېواد د هر تبعه پر وړاندې تبعیض له قانون څخه سرغړونه ده.

د جمهوري ریاست د چارو د ادارې ویاند رفیع فردوس ازادي رادیو ته وویل، دوي مکلف دي چې د هېواد اتباعو سره عادلانه چلند وکړي، ښاغلي فردوس د هندوانو او سیکهانو د ستونزو د اوارۍ ډاډ ورکړ:

«هر شکایت چې دوي له دولته په هره برخه کې لري، موږ حاضر یو چې د هغې پر وړاندې اصولي او عادلانه چلند وکړو، د دوي هر شکایت به واوریدل شي او ملاحظه به شي.»

هندوان او سیکهان وایي، مخکې له دی چې د انتخاباتو قانون ولسي جرګې ته د تصویب لپاره وسپارل شي، هندوانو ته په کې د ولسي جرګې یوه کرسی په پام کې نیول شوې وه، خو ولسي جرګې د یاد قانون د تصویبدو پر مهال دغه کرسی حذف کړه.

کارپوهان وایي، له ولسي جرګې څخه د هندوانو د غړیتوب حذفول، د دې اقلیت پر حقونو د سترګو پټولو په معنی دی.
XS
SM
MD
LG