د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۵

جیمزاسټین به له تاجک چارواکو سره د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړي


د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال لوید جیمز اسټین به نن سې شنبې په تاجکستان کې له چارواکو سره د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړي.

رپوټونه وايي چې؛ جنرال اسټن پرون تاجکستان ته رسیدلی دی.

د روسیې خبرې اژانس (انټر فاکس) وايي چې؛ جنرال اسټین به له تاجک چارواکو سره په خبرو کې د افغانستان د سرحدي سیمو پر امنیت زیات تمرکز وکړي.

انټرفاکس زیاتوي چې؛ د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال اسټین پرون (دوشنبه) تاجکستان ته ورسید او نن به د دې هیواد له ولسمشر امام علي رحمان سره وګوري.

انټرفاکس په تاجکستان کې د یوه حکومتي چارواکي په حواله ویلي چې؛ د امریکا د پوځ دا لوړ رتبه قوماندان به د تاجکستان د دفاع له وزیر شیر علي خیرالله ییف سره هم خبرې وکړي.

د تاجکستان دې چارواکي چې انټرفاکس یې نوم نه دی اخیستی ویلي چې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر به نن له تاج لوري سره په کتنو کې تر ۲۰۱۴ (میلادي) کال وروسته چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه وزي ، د سرحدي سیمو د امنیت پر څرنګوالي خبرې وکړي.

رپوټونه وايي چې؛ د تاجکستان حکومت په تیرو کلونو کې له افغانستان سره د خپل هیواد د سرحدي سیمو د امنیت په ټینګولو کې همکاري کړې ده .

دواړه هیوادونه څه باندي ۱۳۴۴ کیلومتره ګډه پوله لري .

د رپوټونو پر اساس هرکال په افغانستان کې تولید شوي زیاته اندازه مخدر مواد له دې لارې تاجکستان، د مرکزي اسیا نورو جمهوریتونو ، روسیې او اروپايي هیوادونو ته لیږدول کیږي.

متحد ایالات غواړي چې له افغانستانه د نړیوالو پوځي ځواکونو تر وتلو وروسته په سیمه کې دامنیت له ټينګوالي ډاډ ترلاسه کړي ځکه د سیمې یو شمیر هیوادونه اندیښنه لري چې د نړیوالوځواکونو تر وتلو وروسته ښايي د مخدرو موادو قاچاقبرې ډلې او وسله وال زیات نفوذ پيدا کړي.

د تاجکستان کورنیو خبري اژآنسو ویلي چې جمهور ریس امام علي رحمان به د امریکا د پوځ د دې لوړ رتبه قوماندان سره تر لیدو دوې ورځې وروسته ، د روسي مقاماتو سره وګوري.

تمه ده چې د روسي چارواکو سره د امام علي رحمان په خبرو کې بیا هم د افغانستان د امنیت پر څرنګوالي بحث وشي.
XS
SM
MD
LG