د پاکستاني ملیشو له لوري یو ځل بیا د نامعلوم وخت لپاره د تورخم درازه د بې اسناده مسافرو پر وړاندې وتړل شوه.
د تورخم کمیسار حیات الله اوریاخیل ازادۍ راډیو ته وویل، چې پاکستاني ملیشو نن سهار شاوخوا پینځه نيمې بجې د تورخم دروازه د بې اسناده مسافرو پر وړاندې وتړله.
کمیسار اوریاخيل وايي، چې هیڅ یوه مسافر ته اجازه نه ورکول کیږي،چې د تورخم دروازې نه تېر شي،دی وايي اوس په زرګونو مسافر،چې ډيره برخه يي زنانه او ناروغان دي د ددروازې دواړو لوریو ته پراته دي او د دروازې د خلاصیدو انتظار باسي.
خو دا چې د لارې بندیدو لامل څه دی کمیسار اوریاخيل وايي،چې تېره شپه د پولې هاغې غاړې په میچنۍ سیمه کې د پاکستاني مليشو پر پوستو درانه وسله وال بریدونه شوي او درنه مرګ ژوبله يي ورته اړولې ده نو په همدې خاطر د تورخم دروازه يي د نامعلوم وخت پورې تړلې ده.
له دې وړاندې هم پاکستاني ملیشو په وار وار کله په یوه او کله په بله بهانه د تورخم دروازه تړله.