د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۳۶

اخوان المسلمین: د مصر امنیتي ځواکونو تر سلو زیات کسان ووژل

په مصر کې په وروستي تاوتریخوالي کې د لسګونو کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي. دا تاوتریخوالي د مصر د لرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي د مخالفانو او ملاتړو له خوا په پراخو مظاهرو پسې رامنځ ته کیږي.

د محمد مرسي اسلامپالي ملاتړي وايي؛ تر سلو زیات کسان د شنبې د ورځې په سهار د امنیتي ځواکونو په ډزو وژل شوي چې؛ د دوی په وینا، پر بې وسلې مظاهره چیانو یې کړي.

د اخوان المسلمین ویاند جهاد الحداد د رویټرز خبري اژانس ته ویلي؛ دوی داسې ډزې نه کوي چې؛ څوک ټپي کړي بلکې داسې ډزې کوي چې؛ خلک ووژني.

د مصر د عامې روغتیا وزارت تایید کړې ده چې؛ د شنبې په ورځ وختي په قاهره کې په نښتو کې پنځه شپیته کسان وژل شوي دي؛ نور نهه کسان د مصر په دوېیم لوی ښار سکندریه کې وژل شوي دي.

د مصر د کورنیو چارو وزیر بیا دا رد کړې چې؛ ګوندې په قاهره کې پولیسو پر مظاهره چیانو ډ‌زې کړې دي. د امریکا غږ د قاهرې د بیرو مشرې "ایلزابیت اروټ" ازادۍ راډیو ته ویلي؛ دا روښانه نه ده چې، تاوتریخوالي ته چا لمن ووهله:

"تیره شپه تر دې لاریون مخکې وضیعت ډیر ترینګلی و او بیا وروسته هماغه څه وشول چې، ډيرو خلکو فکر کاوه، همداسې به وشي. تر سپیده دم مخکې یو ډول برید و؛ پر دې بحثونه کیږي چې، ایا پوځ لومړی اقدام کړی او کنه دوی د تاوتریخوالې ځواب ویلي؛ خو دواړه خواوې وايي چې، بل لورې پرې وار لومړی کړی دی."

محمد مرسې د مصر د پوځ له خوا وروسته له هغې د جولای په درېیمه نیټه له واکه لرې شو؛ چې پر ضد یې پراخې مظاهرې وشوې. د دې اونۍ په پیل کې پوځ له خلکو وغوښتل چې؛ د دوی د اقدام په ملاتړ مظاهرې وکړې. په عین حال کې اخوان المسلمین له خپلو پلویانو وغوښتل چې؛ د جمعې په شپه لارو کوڅو ته را ووځي او بېرته واک ته د مرسي د ستنولو غوښتنه وکړي.

د مصر د کورنیو چارو وزیر محمد ابراهیم ویلي؛ د نژدې یوې میاشتې راهیسې هغه روان لاریونونه به په قانوني ډول ډېر زر پای ته ورسوي چې؛ واک ته د محمد مرسي د ستنیدو غوښتنه کوي.

د مصر د کورنیو چارو وزیر همدارنګه ویلي دي؛ ډیر احتمال شته چې محمد مرسي به په قاهره کې هماغه زندان ته واستول شي؛ چیرې چې پخوانی ولسمشر حسن مبارک بندي دی.

وروسته له هغې چې د جولای په درېیمه نیټه محمد مرسي له واکه لرې شو؛ د پوځ له خوا په یو ناڅرګند ځای کې ساتل کیږي.

نوموړی په رسمي توګه د زندان ماتولو پر مهال په وژنو او د حسن مبارک پر ضد د پاڅونونو پر مهال د فلسطیني حماس ډلې سره د دولت ضد هڅه کې په لاس لرلو تورن شوی دی.

بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کرې ویلي؛ په مصر کې زیاتیدونکې خونړي سیاسي تاوتریخوالي دا هېواد یوې اساسي شیبې ته رسولی دی.

جان کرې ویلي، د مصر په اړه وروستي پریکړه لا نه ده شوې، خو دا پرېکړه به خامخا د هغه څه تر اغیز لاندې وي چې؛ اوس په دې هېواد کې روان دي.

نوموړې زیاته کړې ده چې، دا د مصر د چارواکو اخلاقي او قانوني مسوولیت دی چې؛ د سوله ییزو راټولیدنو او د بیان د ازادۍ درناوی وکړي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG