د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۹

امریکايي چارواکي: طالبانو خپل تکتیک بدل کړی


د امریکا د دفاع وزارت یوه اړونده اداره وايي چې؛ په افغانستان کې د امریکا د محاربوي فعالیت له کمېدو سره وسله والو طالبانو د خپلو حملو د پلانولو لپاره کافي وخت موندلی.

امریکايي چارواکې د مثال په توګه کندهار ښار ته نژدې د نړېوالو ځواکونو پر پوځي موټرو د سړک د غاړې بمي چاودنې یادونه کوي او وایي، طالبانو د دې حملې لپاره دومره کافي وخت درلود چې؛ تر ځمکه لاندې یوه تونل کې یې چاودېدونکې مواد ځای پرځای کړي وو او په رېموټ کنټرول باندې یې الوزولي وو.

امریکايي چارواکې وايي چې؛ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د محاربوي ونډې له کمېدو سره وسله والو د نړېوالو ځواکونو د پوځي موټرو او اډو پرضد د لویو ماینونو په کارولو سره د خونړیو حملو لړۍ پیل کړې ده.

د امریکا د دفاع وزارت یوه همکاره اداره چې؛ په افغانستان کې د سړک د غاړې بمي چاودنو په اړه څېړنه کوي وايي، په داسې حال کې چې؛ امریکايي پوځیان اوس له خپلو اډو بهر پر سړکونو د ګزمې لپاره ډېر نه وځي او خپل کشفي بالونونه یې هم راټیټ کړي طالبانو خپل تکتیک بدل کړی.

د سړک د غاړې بمونو د شنډولو د ګډې ادارې د څېړونکو د څانګې مشرال سویتڅر Al Sweetser چې؛ د سړک د غاړې بمي حملو پته لګوي او په افغانستان کې خپل څېړونکې لري وايي، وسله وال اوس کولای شي د یوه برید لپاره پر تیارۍ ډېر وخت ولګوي او کله چې؛ د دوی برید بریالي کېږي، نتیجه یې د امریکايي ځواکونو لپاره ډېره خونړۍ وي.

سویڅر او نور امریکايي چارواکې وايي اوس چې؛ د امریکا او نورو هېوادونو پر ځواکونو حملې او د هغو مجموعي تلفات کم شوي دي، کېدای شي خال خال حملې په جزییاتو سره پلان شي، هدف په دقت په نښه او تلفات یې هم زیات شي ځکه وسله وال د تیارۍ لپاره کافي وخت او امکانات لري.

کندهار ته نژدې د سړک د غاړې بم په یوه وروستۍ حمله کې پنځه امریکايي پوځیان چې؛ په یوه زغره وال ګاډي کې سپاره وو ووژل شول. چارواکې وايي، دا خونړۍ حمله ښيي چې؛ څنګه طالبان له مختلفې اراضي څخه د ځان په ګټه کار اخلي.

د سړک د غاړي بمي چاودنو د شنډولو د ادارې ویاند دیوید سمال David Small وايي طالبانو په دې حمله کې تر ځمکې لاندې تونل کېندلی و او په هغه کې یې په بېساري ډول زیاته اندازه چاودېدونکې مواد ځای پرځای کړي و. سمال وايي، دوی همداراز کافي وخت هم درلود چې؛ له لېرې ځایه په رېموټ د دې بم د الوزولو لپاره ځان ته یو مناسب ځای پیدا کړي.

نوموړی ویاند وايي چې؛ د دې حملې په اړه نور جزییات محرم دي، خو ګومان کېږي چې؛ وسله والو به له خپلو تجربو دا زده کړې وي چې؛ د نړیوالو ځواکونو په ګزمو کې کموالی دوی ته کافي وخت او امکان په لاس ورکوي چې؛ خپلې حملې پلان کړي.

د کندهار وروستۍ حمله یوازینی مثال نه دی. امریکايي چارواکې د نورو ګڼو بریدونو ترڅنګ په تېره اپرېل میاشت کې په زابل کې یوه چاودنه چې؛ درې امریکايي پوځیان یې ووژل او درې نور یې ټپیان کړل، په زابل کې په اپرېل میاشت کې یوه مخکېنۍ حمله چې؛ درې برتانوي سرتېري یې ووژل، په مې میاشت کې په کندهار کې حمله چې؛ پنځه امریکايي پوځیان یې ووژل او په هلمند کې په تېره جون میاشت کې د ناټو پر یوې ليرې پرتې اډې موټربم حمله چې؛ د روان کال تر ټولو خونړۍ پېښه بلل شوی او اوه ګرجستاني سرتېري پکې ووژل شول په نورو مثالونو کې یادوي.
XS
SM
MD
LG