د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

ملي شورا په تیرو څلورو میاشتو کې څه وکړل؟



راپور: جمیله ظریف

د افغانستان ملي شورا غړي سر له نن سې شنبې نه د پنځه څلویښت ورځو لپاره د اوړي په رخصتي ولاړل.

د ولسي جرګې اداري پلاوی وایي چې؛ په تیرو څلور نیمو میاشتو کې یې د ځینو قوانینو د تصویب، د حکومت د کړنو څخه د څارنې او د خلکو د ستونزو د حل په برخه کې ځینې اقدامات کړي.

خو د دې جرګې یو شمیر پخواني غړي بیا په یاده موده کې د ولسي جرګې فعالیتونه کم بولي او وایي چې د قانون جوړونې په برخه کې ستونزې موجودې دي او ډير کله وکیلان له ملي منافعو نه د خپلو شخصي منافعو په فکر کې وي.

د ملي شورا د اوړي رخصتیو له پیلیدو سره، ولسي جرګه وایي چې تر خپله وسه یې په تیرو څلور نیمو میاشتو کې د قانون جوړونې، د خلکو د ستونزو د حلولو او پر حکومت د څارنې په برخو کې ځیني کارونه کړي دي.

دې جرګې ځینې قوانین تصویب کړل چې؛ د انتخاباتو، د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د تشکیل او صلاحیتونو، د نفوس د ثبت ،د جزايي اجرااتو او د جګپوړو چارواکو د معاشونو او امتیازاتو قوانین پکې شامل دي.

د دې جرګې مرستیال منشي عرفان الله عرفان د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې؛ ولسي جرګې په تیرو څلور نیمو میاشتو کې شپیته عمومي غونډې وکړې:

"د وزیرانو په هکله درې یا پنځه استیضاحیه غونډې جوړې شوي، اوه استجوابیه غونډې وې، دوه استماعیه او داسې نورې سري او علني غونډې هم وې.

په ټوله کې موږ یوولس قوانین او درې نړیوالې موافقت نامې تصویب کړي دي."


د ولسي جرګې دغه کاري موده له جنجالونو، اعتراضونو د دې جرګې او اجراییه قوې ترمنځ له ستونزو او اختلافاتو څخه ډکه وه.

د مالیې وزیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال څه موده مخکې د دې جرګې شپږ تنه غړي، ظاهر قدیر، محمد نعیم حمیدزی لالی، سمیع الله صمیم، محمود سلمیان خیل، عارف رحماني او عبدالعضیم محسني په غیر قانوني کارونو او د وکالت له نوم څڅه په ناوړې ګټې اخیستنې تورن کړل.

همدا راز د کابل د امنیې قوماندانی د ولسي جرګې غړی الله ګل مجاهد په بیلابیلو جرمونو کې د لاس لرلو په تورن کړ.

ولسي جرګې د اوړي له رخصتی یوه ورځ مخکې د کورنیو چارو وزیر استیضاح او سلب اعتماد کړ.

خو د کورنیو چارو وزیر جنرال مجتبې پتنګ د ولسي جرګې پریکړه د ځان په هکله یوه دسیسه بولي او ادعا یې وکړه چې په ولسي جرګې د ځمکې غاصبین او د مخدره موادو قاچاقبران موجود دي.

په اکثرو مواردو کې ولسي جرګې او خپله تورنو وکیلانو دا تورونه بې اساسه بللي دي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې یو شمیر پخواني غړي وایي چې پدې جرګه کې یو شمیر وکیلان د خلکو له غوښتنو سره سم کار نه کوي او له ملي منافعو نه خپلو شخصي منافعو ته لومړیتوب ورکوي.

د ولسي جرګې اداري پلاوی ټینګار کوي چې دې جرګې په تیرو څلورو میاشتو کې د خپلو صلاحیتونو له مخې پوره کار کړی دي.

د افغانستان د ولسي شورا غړي د قانون له مخې په هر کال کې دوه ځلې په ژمي او اوړي کې په رخصتیو ځي.

د دې جرګې د اوړي رخصتي د زمري میاشتې له لومړی نه پیل او د سنبلې میاشتې تر پایه دوام کوي.

د قانون له مخې سناتوران او وکیلان باید په خپلو رخصتیو کې هم له نږدې له خپلو موکلینو سره وګوري او د هغوی د خپلو ولایتونو ستونزې وڅيړي.
XS
SM
MD
LG