د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

لوګریان: طالبانو او امنیتي ځواکونو پر موږ فشار زیات کړی دی




راپور: نسیم "شفق"

د لوګر اوسیدونکي له ناامنیو شکایت کوي او وایي چې؛ ورځ تر بلې وضع په خرابیدو ده.

دوي ازادي راډیو ته وویل چې؛ وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو پرعامو خلکو فشار زیات کړی او هغوي یې سخت په تنګ کړي دي.

د لوګر ولایتي شورا سره له دې چې د خلکو شکایتونه پرځای بولي وایي چې؛ د لوګر امنیتي ستونزې پر کابل هم منفي اغیزې کوي.

که څه هم لوګر پایتخت کابل ته نږدې پروت ولایت دی خو په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو فعالیتونه په کې تربل هر وخت زیات شوي دي.

د دې ولایت اوسیدونکي وایي چې؛ امینتي ستونزې په بېلابېلو سیمو او ولسوالیو کې زیاتې شوي او ان نشي کولای چې خپل ورځني کارونه ترسره کړي.

د لوګر څو تنو اوسیدونکو د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې؛ پر وسله والو مخالفانو سربیره سږ کال د افغان امنیتي ځواکونو له خوا هم پر دوي فشار زیات شوي دي:

"زما نوم نورالرحمان دی او د لوګر اوسیدونکی یم، د لوګر امنیتي وضع ډیره خرابه ده او تر ډیره عام خلک په کې ځوریږي هم د دولت له خوا نه او هم د طالبانو له خوا نه.

کله چې طالبان د ملي اردو پرپوستو یو ډز وکړي نو هغوی له خپلو پوستو پر کلیو هاونونه ولي چې په کې ښځو،ماشومانو او نورو ملکي وګړو ته زیان رسیږي.

له لوګرڅخه ډیروخلکوکابل ته کډې وکړې.

زه ضیاالرحمان یم له لوګرنه،دلته وضعیت ډیرخراب دی،هره ورځ جنګونه وي،دیروخلکو له لوګرنه کابل ته کډې بار کړې.

هم طالبانو خلکو ته ستونزې جوړې کړي او هم ملي اردو او نورو امنیتي ځواکون.
له مازدیګرنه وروسته دلته څوک ګرځیدی نشي".


دا شکایتونه په داسې حال کې مطرح کیږي چې؛ د لوګرد امنیتی وضعې په اړه حتی په تیریوه کال کې درې ځلې د افغانستان د ملی امنیت په شورا کې هم بحثونه شوي.

تردې پخوا ډیرکله د لوګر له څرخ،برکي برک اود خروار ازرې په څیر د لرو پرتو ولسوالیو څخه د نا امنیو راپورونه ورکول کیدل خو په دې وروستیو کې په مرکز پل علم او د محمدآغې په ولسوالۍ کې د پیښو د ډیریدو راپورونه خپریږي.

څه موده مخکې د لوګر سیمه ایزو چارواکو تایید کړه چې د ازرې ولسوالۍ لاره وسله والو مخالفانو بنده کړې او په نوموړي ولسوالۍ کې خلکو شکایتونه وکړل چې د خوراکي موادواودرملو له سخت کموالي سره مخامخ دي.

د لوګردولایتي شورا رییس ډاکټرعبدالولي وکیل سربیره پردې چې په دې ولایت کې امنیتی ستونزې او د خلکو شکایتونه تاییدوي وایی چې دلوګرنا امنۍ پرکابل هم بدې اغیزې کړي:

"سږکال د ملي اردو مرکزونه کلیو ته هم غځیدلي اوهلته چې کله پرملي اردو د طالبانو لخو یو ډز وشي هغوی لس ډزه پرې کوي.

د همدغو ډزو په تبادله کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي او دا ډیره د اندیښنې خبره ده.

موږپه دې اړه سخت اندیښمن یو او دا هم وایو چې د لوګر امنیتی وضع پرکابل هم ډیره اغیزه کوي".


خود لوګر سیمه ایزامنیتی چارواکي وایی چې امنیتی ځواکونه سږکال د دې ولایت کلیو او لرو پرتو سیموته ورغلي او د وسله والو مخالفانود فعالیتونه یې د پخوا په مقایسه ډیرکم کړیدي.

په لوګر کې د ملي اردو د لوا قومندان جنرال عبدالرازق آزادي راډیوته وویل چې وسله وال مخالفان د اوسیدو په سیمو کې سنګرنیسي او همدا علت دی چې په ځینو مواردوکې خلکو ته زیان اوړي:

"دښمن له هغه ځایه پرامنیتی ځواکونوډزې کوي چې هلته خلک وي،دوی غواړي چې د امنیتی ځواکونو لخوا عاموخلکو ته زیان ورسیږي.

خوزه د لوګرخلکو ته ډاډ ورکوم چې حتی د جنګ په حالت کې به هم مونږ حتی د دوی څارویو ته هم پام کوو.

زما وړاندیزدوی ته دا دی چې د ستونزې په صورت کې له مونږ سره اړیکه ونیسي او زه د ملی اردو ځواکونو ته امرکوم چې ملکي وګړو ته زیان ونه رسوي،د دې هدف لپاره به مونږ ډیره هڅه وکړو".


د افغانستان د ملي امنیت په شورا کې د تیرې یکشنبې په ورځ هم د ځینو نورو سیمو په ترڅنګ د لوګرد ازرې ولسوالۍ د وضعې په اړه خبرې شوي اوامنیتی ارګانونوته لارښوونه شوې چې د دې ولسوالۍ ستونزو ته جدي رسیدګي وکړي.

په عین حال کې د افغانستان د دفاع وزیرجنرال بسم الله محمدي هم د یکشنبې په ورځ د لوګرمرکز پل علم ته تللی ووترڅود دې ولایت امنیتی وضع له نږدې وڅیړي.

د لوګرسیمه ایزچارواکي پردې ولایت د وسله والومخالفانو د ډیرفشارلامل له پاکستان سره د دې ولایت ګډه پوله،د مس عین د کان د را ایستلومخنیوی او په یوه ډول پرکابل فشاراچول بولي.
XS
SM
MD
LG