د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

۱۷۳نورو ولسوالیو ته مخابراتي خدمات رسول کېږي


د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي، تر راتلونکو اتلسو میاشتو پورې به د هېواد یو سلو درې اویا نورو ولسوالیو ته هم مخابراتي خدمات ورسیږي.

د دې خدماتو د رسولو تړون د دوشنبې په ورځ په کابل کې د مخابراتو وزارت د چارواکو او د درې مخابراتي شبکو ترمنځ لاسلیک شو.

د مخابراتو وزارت چارواکي وایي، که امنیتي شرایط مناسب وي تر راتلونکي څلورو کلونو پورې به د هېواد ټولو ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو ته مخابراتي خدمات ورسوي.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژی چارواکي په دې نظر دي چې؛
د دې پروژې له پلي کېدو سره به د هېواد د څلور دیرشو ولایتونو څه کم پنځه لکه نور اوسیدونکي هم له مخابراتي خدماتو ګټه واخلي.

د دې وزارت چارواکي وایي، تر راتلونکو اتلس میاشتو پورې به د هېواد هغو
"یوسلودرې اویا ولسوالیو ته" چې تر اوسه مخابراتي خدمات نه دي ورسیدلی او یا په کې کمزوری دي، بشپړ خدمات ورسیږي.

د دې پروژې داوطلبی د روشن، بي سیم او افغان تیلي کام مخابراتي شبکو ګټلی او تړونونه یي د دوشنبې په ورځ د مخابراتو وزارت له چارواکو سره لاسلیک شول.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي خدماتو د تنظیم د ادارې مرستیال انجینر خیرمحمد فیضی د دې پروژې په هکله وویل:

"په داوطلبې کې ډیرو مخابراتي شبکو ګډون کړی و، خو افغان تیلي اته سایډه، افغان بیسیم اوه دیرش سایډه او روشن مخابراتي شبکې یو سلو پنځه نوی سایډه وګټل، دوي به په یو درې اویا ولسوالیو کې ټاورونه ودروي اوخپل فعالیت به پیل کړي."

د مخابراتو وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال په بدخشان، غور، بادغیس
ارزګان، کونړ، نورستان، نیمروز او ځینو نورو ولایتونو کې داسې سیمي شته چې مخابراتي خدمات تر اوسه نه دي ور رسیدلي او هڅې کېږي چې د همدې پروژې له لارې یي شته ستونزه اواره کړي.

د مخابراتو وزارت وایي، اوس مهال په ټول هېواد کې د مخابراتي شبکو څه باندې درې زره ټاورونه فعال دي او له دې پروژې سره به یو سلو دوه څلویښت نور هم فعال شي.

دا وزارت وایي، له تیرو شاوخوا دولسو کلونو راهیسي د هېواد پنځه اتیا فیصده برخه د مخابراتي خدماتو تر پوښښ لاندې راغلې ده.

ښاغلي فیضي وویل، مخابراتو وزارت هڅې کوي چې؛ په لږه موده کې مخابراتي خدمات د هېواد ټولو سیمو ته ورسوي:

"که امنیتي وضیعیت ښه وي زه ډاډ درکوم چې تر راتلونکو درې یا څلورو کلونو پورې به مخابراتي خدمات د هېواد ډیرو سختو سیمو ته هم ورسوو."

اوس مهال په افغانستان کې پنځه مخابراتي شبکې چې یوه یي دولتي ده فعالې دي.

که څه هم دا وزارت خلکو ته د مخابراتي خدماتو د پراختیا خبرې کوي، خو خلک اوس هم په ځینو سیمو کې د دې خدماتو له ټیټ کېفیت او لوړو بیو څخه شکایت کوي.

کارپوهان وایي د اقتصاد بازار د پالیسۍ له مخې د دې شرکتونو ترمنځ د سالم رقابت اصل کمزورې دی ځکه د خدماتو بیې پورته ساتل شوي دي.

د مخابراتو وزارت وایي، په هېواد کې د مخابراتي خدماتو د پراختیا تر څنګ د هغو د کېفیت لوړولو ته هم عملي تدابیر نیول شوي دي.

دا وزارت دا هم وایي د مخابراتي شبکو فعالیتونه په جدي توګه څاري او د سرغړونو په صورت کې جریمه کېږي هم.

راپور: خان محمد "سیند"
XS
SM
MD
LG