کابل چاپ ګڼ شمېر ورځپاڼو کابل ته د پاکستان د صدراعظم د امنیتي او نړېوالو چارو سلاکار سرتاج عزیز د سفر په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.
ویسا ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو د سرتاج عزیز خبرې رانکل کړې، له طالبانو سره اړیکې لرو، له افغان سولې سره به مرسته وکړو.
یادې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې د سرتاج عزیز سفر ولې ډېر تود بدرګه نشو؟
د سرمقالې لیکوونکي خپلې پوښتنې ته ځواب ویلې اولیکلي یې دي، علت یې دپاکستان تېر ۱۲ کلن دوه ګونی چلن دی.
د سرمقالې د لیکوال په اند پاکستاني لوري په هرسفر او رسمي لیدو کتو کې افغان لوري ته د سولې دهڅو اوخلوص ژمنې تکرار کړې دي ،خو عملآ په افغانستان کې د مرګونو کرغیړنه لوبه توده پاتې شوې .
سرنوشت ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې د ځینې کارپوهانو څرګندونې راخیستې چې ویلي یې دي،د پاکستان وروستۍ ژمنې د پخوا په څېر دروغجنې دي.
ورځپاڼه د نظرخاوندانو په نکل لیکي، پاکستان خپلې ګټې په یوه کمزوري افغانستان کې خوندي ګڼي او دې موخې ته د رسېدو لپاره له هرې ممکنې لارې چې وي ځان رسول غواړي.
سرنوشت په خپله سرمقاله کې لیکلي د پاکستاني چارواکو له ورستیو ژمنو څخه د مثبت بدلون تمه نشي کېدای.
د لیکوال په باور دوی غواړي چې افغان دولت له خپل وروستي دریځ څخه واړوي او خپلو موخو ته لاره لنډه کړي.
خدمتګار ورځپاڼې په یوه جلا مطلب کې لیکلي پاکستان ته سپینې خبرې پکار دي.
د مطلب لیکوال وړاندې لیکلي د پاکستاني ادارو د جنایتکارانه سیاستونو په اړه د افغانستان د حکومت د تېرو څو میاشتو دریځ ، په ځای دریځ دی او په کار دی،چې د پاکستاني چارواکو په نرمو خبرو تېرنه وځي.
ملي باور ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره پوښتنه کړې د پاکستان نویو او زړو یارانو ته په کتو ... نوې ملګرتیا په کوم نیت؟
د مطلب د لیکوال په باور د افغانستان په وړاندې پرپاکستاني سیاست باور خورا ګرانه خبره ده ،اخوا د پاکستان یو ډول پاتې کېده هم آسانه نه دي.
د لیکوال د معلوماتو له مخې دغه هېواد تر ډېره هڅه کوي چې خپلو لوی بادارانو امریکا او انګلستان سره په چل ووسي او په افغانستان کې خپلې موخې په ارزانه مخکې یوسي.
د ملي باور په سرمقاله کې راغلي که د اځل افغان دولت له پاکستان سره یوځل بیا خوله نږدې کوي او خبرې ورسره کوي ،نو باید داسې تضمین موجود وي ،چې دپاکستاني مشرانو خبرې عملي بڼه غوره کړي.
هېواد دولتي ورځپاڼې د سرتاج عزیز له خولې لیکلي موږ په افغانستان کې دسولې دبهیر ضمانت نه شو ورکولای.
او په پای کې د دنیا ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي نواز شریف هم نوې څیره نه ده چې افغانان ورڅخه د سولې تمه وکړي ،داشخص هم دافغانستان په وړاندې د تورو پالیسیو شالید لري،چې مثبته تمه کول به یوازې د وخت ضایع او ځان غولول وي اوبس.
چمتو کوونکی رحمت الله افغان