ناټو په افغانستان کې د ماین پاکۍ له موسسو غوښتي دي چې؛ د دوي د پوځي اډو شاوخوا او د اور په ساحه کې پرتې سیمې له ناچاودو مرمیو او مهماتو پاکې کړي.
له دې مخکې د ماین پاکولو یوې ټولنې ویلي و، چې د ناټو ناچاودي مهمات په زیاتېدونکي شمېر ملکي افغانان وژني.
د ماین اکشن په نوم د ملګروملتونو اړونده ټولنه وايي چې آیسف باید له افغانستان تر وتلو مخکې خپلې اډې او د مرمیو د انداخت په حد کې پرتې سیمې په بشپړ ډول پاکې کړي.
ناټو په افغانستان کې د ماین پاکۍ له فعالو ټولنو غوښتنه کړې چې؛ د ایساف د پوځي اډو شاوخوا او د دې ځواکونو د اور په ساحه کې پرتې سیمې له ناچاودو مرمیو او مهماتو پاکې کړي.
د راپورونو له مخې له ۲۰۰۸ کال راهیسې درې پنځوس تنه ملکي افغانان چې اکثریت یې ماشومان دي د نړیوالو ځواکونو د پوځي اډو په شاوخوا سیمو او د ناټو د اور په ساحه کې مړه یا ټپیان شوي دي.
د ماین نپرضد د افغانانو د مبارزې د دفتر مشر او د MDC د ماین پاکۍ د ټولنې رییس انجنیر شهاب حکیمي آزادۍ راډیو ته وویل چې د امریکا پوځ تماس ورسره نیولی خو موافقه تراوسه نه ده شوې.
په همدې حال کې د ملګروملتونو اړوندې ټولنې، ماین اکشن ویلي چې ناټو په بشپړ ډول د خپلو ځواکونو له اېستلو مخکې د خپلو اډو شاوخوا سیمې باید له ماینونو او ناچاودو مهماتو پاکې کړي.
د ځانګړو متعارفو وسلو تړون چې په ۱۹۸۰ کال کې د آیسف اکثر غړو هېوادونو لاسلیک کړی پوځي ځواکونه په دې مکلف بولي چې له خپلو موقعیتونو څخه ټول ناچاودې مرمۍ او مهمات پاک کړي.
د ماین اکشن موسسې مشر محمدصدیق رشید ویلي، ترڅو چې ناټو دا ستونزه حل کړې نه وي ډېر امکان لري چې د تلفاتو شمېر نورهم لوړ شي ځکه چې په افغانستان کې اکثرا خلک په ناچادو مهماتو او مرمیو پسې ګرځي څو وسپنه یې کباړ کړي او ویې پلوري.
د رشيد په وینا په دې کې ناچاودې د هاوان مرمۍ او لاسي بمونه شامل دي.
په تېره جنورۍ میاشت کې د کوه صافي په یوه کلي کې چې د بګرام هوايي اډې ته نژدې پروت دی په یوه چاودنه کې درې ملکیان مړه او پنځه نور ټپیان شول. رشید وايي د ده څېړونکو په هغه کلي کې له څلورسوو زیات ناچاودې مرمۍ وموندلې.
په فبرورۍ میاشت کې په بامیان ولایت کې یوې چاودنې دوه تنکي زلمیان سخت ټپیان کړل.
د ماین اکشن مشر وايي چې ده دې سیمې ته هم خپل ماین پاکان واستول او هغو چې تراوسه خپل نیمايي کار بشپړ کړی له پنځوسوو زیات ناچاودې مرمۍ او مهمات چې ډېره برخه یې د آیسف وو، موندلي دي.
د ماین اکشن مشر صدیق رشید فرانسپرس آژانس ته ویلي، دا مسئله ډېره مهمه ده ځکه ناټو په افغانستان کې سلګونه پوځي اډې لري چې ډېره برخه به یې له ۲۰۱۴ کال وروسته وتړل شي او یوشمېر نورې یې افغانانو ته سپارل کېږي.
رشید وايي، په همدې دلیل دی فکر کوي چې ښايي د تلفاتو شمېر لوړ شي.