د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۱

ولسي جرګه غواړي د کورنیو چارو وزیر استیضاح کړي


ولسي جرګې د خپلو کمیسیونونو د رییسانو کمیټې ته وظیفه ورکړه چې؛ د کورنیو چارو وزیر جنرال مجتبی پتنګ د استیضاح کولو په اړه تصمیم ونیسي.

د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته د کورنیو چارو د وزیر مجتبی پتنګ نه حاضرېدلو، د جرګې ځیني غړي په قهر او تاکید یې وکړ، چې جنرال پتنګ دې د جرګې قانوني غوښتنې ته په پروایي استیضاح شي.

د جرګې غړو د ده د استیضاح لپاره د لاسلیکونو یولست هم ترتیب کړ.

د جرګې دوېیم مرستیال صالح محمد سلجوقي د کورنیو چارو د وزیر د استیضاح پریکړه به د رییسانو کمیټه کوي:

"د رییسانو کمیټه به غونډه وکړي او د دې لست په هکله به تصمیم ونیسي او د استیضاح ورځ به معلومه کړي."

اداري پلاوي ونه ویل چې، ایا د مجتبی پتنګ د استیضاح لپاره د وکیلانو راټول شوي لاسلیکونه کافي دي او که نه.

ولسي جرګې د شنبې په ورځ د دفاع او کورنیو چارو وزیران، د ملي امنیت د عمومي ریاست سرپرست او د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس استجواب کړی و؛ څو د هیېواد په لویو لارو کې د ناامنیو د زیاتېدو په هکله د جرګې د غړیو پوښتنو ته ځوابونه ووایي.

په دې ورځ د جرګې استجوابیه غونډې ته د کورنیو چارو وزیر او د سیمه ییزو ارګانونو ريیس خپل مرستیالان ورلیږلي وو؛ چې ولسي جرګې ونه منل.

له همدې امله ولسي جرګې د دفاع وزیر او ملي امنیت سرپرست هم خپلې استجوابیه غونډې ته ونه منل.

د جرګې یوشمېر غړیو دا هم ویل چې؛ جنرال پتنګ له څه مودې راهیسې د جرګې د کمیسیونو غونډو ته هم نه حاضریږي او په وزارت کې هم له وکیلانو سره له لیدو ډډه کوي.

د جرګې غړیو ویل، د بغلان په ولایت کې د نجونو تښتول؛ په پروان ولایت کې د غیر مسوولو وسله والو ډلو ترمنځ نښته او د لوګر ولایت په کلنګار سیمه کې د اتو تنو وژنه؛ په هرات ولایت کې د جمهور ریيس د ملي امنیت د سلاکار د ورور وژل کېدل او داسې نورې پیښې، هغه موارد وو، چې په هکله یې باید د کورنیو چارو وزیر توضیحات ورکړی وای.

بل خوا د ولسي جرګې غړې ذکیه سنګین او اله ګل مجاهد په ځینو سیمو کې د وسله والو ډلو په زیاتید او دوی ته د وسلو پر ورکولو هم انتقادونه وکړ.

"۱- له تیرو دووکلونو راهیسې د غیر مسوولو وسله والو کسانو موجودیت زیات شوی او حکومت د غیر قانوني وسلو د ویش مخه نه نیسي.

۲- پخواني قوماندانان وسله وال کیږي، امنیت مخ په خرابېدو دی، په حصارک، تیزین او خاک جبار کې چې له پنځو سو څخه تر زرو پورې طالبان پراته وي، نو له حکومته څه جوړیږي."


له دې مخکې هم ولسي جرګې په هیواد کې د ناامنیو د پيښو د ډیرېدو له امله امنیتي چارواکي خپلو عمومي غونډو ته وربللي دي.

امنیتي چارواکي وايي چې، د امنیت د ټینګښت لپاره خپلې ټولې هڅې کوي او په پایتخت کابل او ولایتونو کې هره ورځ د لسګونو پيښو او حملو مخه نیسي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG