ورلډ پولیټیکل رېویو ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه لیکلي دي:
که څه هم چې په مصر او سوریه کې روانو شخړو او د امریکا د فراري پخواني امنیتي قراردادي اډورډ سنوډن موضوع د امریکا د رسنیو پام ځان ته اړولې؛ خو بیا هم د افغانستان مساله چې داسې ښکارېده پرونۍ خبره ده؛ بیا د خبرونو په سر ځای لري.
ورځپاڼه لیکي، د اوباما اداره له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ویستلو په برخه کې پر نورو انتخابونو غور کوي.
د ورلډ پولیټیکل ریویو په وینا، راپورونه وايي چې، ولسمشر باراک اوباما د افغانستان له جمهور رییس څخه مایوسه شوی دی او د ۲۰۱۴م کال تر وروستیو پورې له افغانستان څخه د خپلو ټولو سرتیرو په ویستلو غور کوي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو په اړه یوه مقاله خپره کړې چې؛ عنوان يې دی، "په نوي قانون سره افغانستان انتخاباتو ته نزدې کیږي."
ورځپاڼه لیکي، په داسې حال کې چې د افغانستان مالي راتلونکې د راروان میلادي کال په انتخاباتو پورې تړلی دی؛ ولسمشر کرزي تیره چهار شنبه د انتخاباتود کمیسیون د تشکیل او صلاحیتونو قانون توشیح کړ.
د نیویارک ټایمز په وینا، د نوي قانون په توشیح سره په موقته توګه دا اندیښنه کمه شوې چې؛ د ولسمشرۍ راتلونکې انتخابات ښايي وځنډیږي او یا هم ترسره نشي.
نیویارک ټایمز زیاتوي، له دې وړاندې له امریکايي او اروپايي ډیپلوماټانو سره چې هیوادونه يې د افغان حکومت او امنیتي ځواکونو لګښتونه ورکوي، دا اندیښنه وه چې، کیدای شي، د افغان پارلمان د اوړي له رخصتیو دمخه ولسمشر کرزي د انتخاباتو قانون توشیح نه کړي.
والسټریټ ژورنال ورځپاڼې هم د ولسمشر کرزي له خوا د انتخاباتو د د دې قانون د توشیح موضوع راخستې او په دې اړه يې د افغانستان د عادلانه او ازادو انتخاباتو د بنسټ د مشر نادر نادري څرګندونې نکل کړي دي.
ښاغلي نادري دې ورځپاڼې ته ویلي، "دا قانون هغه ابهام چې وړاندې موجود و، لرې کوي. د انتخاباتو خپلواک کمیسیون او د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو کمیسیون ته واک ورکوي چې؛ یو غښتلي بنسټ ولري ترڅو په لازیاته توګه ازاد وي."
والسټریټ ژورنال لیکلي، افغان او نړیوالو څارونکو خبردارۍ ورکړی و چې؛ د انتخاباتو لپاره وخت په کمېدو دی .د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې پروسه په تیره مۍ میاشت کې پیل شوې او ټاکل شوې چې تر راتلونکې مني پورې د ولسمشرۍ غوښتونکي کسان خپله کاندیداتوري اعلان کړي.
نادر نادري والسټریټ ژورنال سره په خبرو کې ژر تر ژره د انتخاباتو د دواړو کمیسونونو د غړو د ټاکلو او د انتخاباتو د قانون د توشیح غوښتنه کړې ده. نوموړي ویلي دې، پروسې عملي کولو ته وخت کم پاتې دی.