په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر جیمز کننګهم له یو شمېر خبري اژآنسونو سره د جمهور رییس کرزي د دفتر د رییس کریم خرم د وروستۍ څرګندونې رد کړې.
په کابل کې د امریکا د سفارت خبرپاڼه وايي چې؛ د افغانستان د تجزیې د امکان په اړه د (یک) په نوم له ټلویزیوني شبکې سره د کریم خرم خبرې هیځ ډول منطق او اساس نه لري.
د امریکا د سفارت په خبر پاڼه کې د جیمز کننګهم په حواله ویل شوي چې؛ امریکا د سوله ییز، متحد او با ثباته افغانستان ملاتړ کوي.
ښاغلي کننګهم دا اصل په افغانستان کې د اوسمهال او راتلونکې لپاره د خپل هیواد د پالیسۍ اساس ګڼلی دی.
په کابل کې د امریکا سفیر ویلي، دا چې د جمهور رییس حامد کرزي د دفتر مشر کریم خرم تور لګولی چې؛ امریکا غواړي طالبانو ته برخه ورکړي او افغانستان تجزیه کړي هیڅ ډول منطق او بنسټ نه لري.
ښاغلي خرم په وروستیو کې له ازادي راډیو سره په یوه مرکه کې په قطر کې د طالبانو لپاره د سیاسي دفتر د پرانیستل کېدل د ده په وینا له هغو تفاهمونو او ضمانتونو سره په ټکر کې وګڼل چې؛ د امریکا متحدو ایالاتو افغانستان ته ورکړي وو:
"د همدې مسالې په خاطر د افغانستان دولت پرېکړه وکړه چې؛ له امریکا سره د امنیتي قرارداد په سر خبرې هم وځنډوي. له دې مسالې د قطر د دفتر کار هم متاثره شو او د خبرو بهیر اصلاً پيل نه شو."
کریم خرم وویل، چې د افغانستان حکومت اصلاً په قطر کې د دفتر د جوړېدو پلوي نه کوله او غوښتل یې چې، د افغانانو مسایل په خپل هېواد کې حل شي؛ خو افغان حکومت د سولې د ټینګښت لپاره مشروطه موافقه وکړه.
د جمهور رییس د دفتر رییس له ازادي راډيو سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې؛ د قطر د دفتر په رانیستل کېدو کې د بهرنیو کړیو دسیسه شامله وه چې؛ د ده په وینا شنډه شوه.
ښاغلي خرم د کوم ځانګړي لوري نوم نه دی اخیستی او د دسیسې جزیات یې هم نه دي ورکړي خو ویویل:
"هغه خوف او تشویش له موږ سره و چې؛ افغانستان د ټوټه کېدو خواته، یا حد اقل د ملوک الطوایفۍ خوا ته او یا د داسې یو شي خوا ته چې ضعیف مرکز ولري او نور هرڅوک هري خواته وړې پاچايې ولري؛ بوزي نو له دې امله موږ شدید عکس العمل څرګند کړ او د امنیتي قرارداد په اړه خبرې مو هم وځنډولې."
د سفارت خبرپاڼه د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون په اړه وايي چې؛ متحد ایالات له خپلو نورو ملګرو هېوادونو سره هم ورته تړونونه لري او دا به تر ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستانه د امریکا د امنیتي ملاتړ امکان برابر کړي.
خبر پاڼه په کابل کې د امریکا د سفیر جیمز کننګهم په حواله وايي چې؛ متحدو ایالاتو په افغانستان کې د ډیموکراسۍ، ثبات او سولې لپاره د خپلو عسکرو وینه تویه کړې او پيسې یې مصرف کړې دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې، افغانان د خپلې راتلونکې د پریکړې مسوولیت لري او دا مهمه ده چې؛ د را روانو ټاکنو نتایج د زیاتو خلکو لپاره د منلو وړ وي.
کریم خرم له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې؛ له ډېرې مودې راهیسې یې له امریکا څخه د پاکستان د فعالیتونو په اړه هم د وضاحت غوښتنه کړې ده.