د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

ایا لویې جرګې په رښتیا خپل ماهیت بایللی؟


په کابل کې نننیو خپرو شویو ورځپاڼو خپل ډیرمطالب د احتمالي لویې جرګې جوړیدو او د ۱۳۵۲لمریز کال د چنګاښ یا سرطان ۲۶ نیټې بدلون ته ځانګړې کړي.

د ماندګار ورځپاڼې له امریکې سره امنیتي پیمان پلمه ده ترسرلیک لاندې یوه مطلب کې د احتمالي لویې جرګې د جوړیدو په اړه د یو شمېر شنونکو نظرونه را اخیستي.

ورځپاڼې له افغان کارپوه جاوید کوهستاني څخه په نکل دغه جرګه د اساسي قانون پرخلاف ګڼلې او لیکلي چې؛ افغان دولت د دغه جرګې د جوړولو په پلمه نور فکرونه په سر کې لري په دغه مطلب کې راغلي په داسې حال کې چې د له امریکې سره د ستراتیژیک تړون د لاسلیکولو په اړه د لویې جرګې د غړو ۷۰ په سلو کې نظرونه د امنیتي تړون په اړه هم وه نو ددې جرګې جوړیدو ته څه اړتیا شته.

خو د ویسا ورځپاڼه بیا د لویې جرګې له جوړیدو سره مخالفتونه رهبري شوي ګڼي او له لویې جرګې سره دیکته شوی مخالفت تر سرلیک لاندې خپله سرمقاله کې پوښتنه کوي چې ایا لویې جرګې په ریښتیا خپل ماهیت بایللی او که نه خبره بله ده؟

سرمقاله لیکونکې دا پوښتنه ځوابوي او وایې، لنډ ځواب دا دی چې متاسفانه دغه مخالفت له نورو لوریو دی او موخه یې د ملي ارادې شنډول دي.

په سرمقاله کې د ولسي جرګې د غړو هغې غوښتنې ته اشاره شوې چې؛ ویلي وه د لویې جرګې پر ځای دې له دوي سره د امنیتي تړون په اړه سلا مشوره وشي.

د ویسا په سر مقاله کې د ولسي جرګې د غړو له خوا د لویې جرګې له جوړیدو سره مخالفت ته په اشاره لیکل شوي په هغه ولسي جرګه به څنګه د لویو پریکړو باور وشي چې دوی په خپله یو بل په درغلیو او باج اخیستلو تورنوي ؟

د ملي آرمان ورځپاڼې نننی کړکیچ د سرطان د ۲۶د کودتاه د پیښې ژوره تر سر لیک لاندې مطلب کې لیکلي چې؛ د دغه بدلون لومړی پایله له شاهي نظام څخه د افغانستان د سیاسي نظام بدلیدل جمهوري نظام ته وه.

لیکوال که څه هم چې؛ د سردارمحمد داود خان په مشری دغه بدلون په هیواد کې په ډیرو برخو کې د پرمختګ سبب ګڼي خو په دې باور دی چې پایله یې د هیواد لپاره د خیر سبب نه شوه او ننی کړکیچ د هماغې کودتاه زیږنده ګڼي.

د چراغ ورځپاڼې د افغانستان د ستر کړکیچ د پیل او دوام ټکی تر سرلیک لاندې خپله سرمقاله کې هم د سرطان د ۲۶ نیټې کودتاه ته اشاره کړې او لیکلي هغه بدلون په هیواد کې نورو کودتاه ګانو ته لار پرانیسته او له هغې سره د کمونیزم انتقام اخیستو ته لار پرانیستل شوه.

خو سر مقاله لیکونکی سپارښتنه کوي چې نور نو د کودتاه ګانو وخت تیرشوی او د هیواد چارواکې باید د ولسواکی له لارې د افغانانو یووالی په پام کې ونیسي او د لیکوال په باور هغه ناکامې تجربې باید تکرار نه شي.
XS
SM
MD
LG