د افغانستان د دفاع وزارت وايي، په ملي اردو کې يې د ورانکارو کسانو د نفوذ د مخنيوي لپاره خاص تدابير سنجولي دي.
په وروستيو کې د افغانستان په لوېديځ کې د ملي اردو يوه لوړ رتبه مقام پر پاکستان تور ولګاوه، چې ځينو کسانو ته جعلي کارډونه جوړوي، څو د تروريستي کړنو لپاره په افغان قواوو کې نفوذ وکړي.
خو دفاع وزارت وايي، دوى د نويو سرتېرو د جلب او جذب پروسه ډېره سخته کړې ده، چې تروريستان په کې نفوذ نه شي کولاى.
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د ملي اردو په قطعو او جزو تامونو کې يې د ورانکارو کسانو د نفوذ مخنيوي ته تدابير جدي کړي دي.
دغه وزارت وايي، د نويو سرتېرو د جلب او جذب پروسه د پخوا په پرتله ډېره سخته شوې او هر نوى سرتېرى تر شديد فلټر وروسته منل کېږي، چې د هر يوه به دوه کسان ضمانت کوي.
د دفاع وزارت د وياند مرستيال دولت وزيري له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې دغه مسئله ياده کړه:
”[نوي] سرتېري چې اردو ته راځي بايومټريک کېږي، دوه کسان يې ضمانت کوي، ډاکټر يې هم ګوري، استخبارات او کشف هم هلته خپل استازي لري، چې د هغوى له فلټر نه وځي. د ملي دفاع وزارت د دې لپاره چې سرتېري وپېژندل شي، منظم پروګرامونه لري، بيا هم ټولنه ده کومه پېښه به کېږي، خو د دفاع وزارت د خپلو پوځيانو د پېژندلو لپاره هر وخت پروګرامونه لري.“
د تېرې يکشنبې په ورځ د افغانستان په جنوب لوېديځ حوزه کې د ٢٠٧ ظفر قول اردو قوماندان تورنجنرال تاج محمد جاهد ويلي وو، چې پاکستان هڅه کوي له جعلي کارډونو په استفادې ځينې کسان د تروريستي کارونو لپاره د افغان قواوو په ليکو کې وګماري:
”پاکستان په پام کې لري چې د وسايطو او د ملي اردو د جعلي کارډونو په مرسته د ملي اردو په قطعو او جزوتامونو کې تروريستي اعمال ترسره کړي“
افغان چارواکي وخت ناوخت په ځينو بريدونو کې د پاکستان استخباراتي اداره په لاس درلودلو تورنوي. خو پاکستان تل دغه تورونه ردوي.
شل ورځې مخکې ځينو طالب وسلوالو له جعلي اسنادو په استفادې د ارګ ماڼۍ له امنيتي دروازې په تېرېدو سره له امنيتي ځواکونو سره نښته وکړه. په هغه بريد کې څلور حمله کوونکي او درې افغان ساتونکي وژل شوي وو.
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، له کله چې افغان ځواکونو د ټولو امنيتي مسووليتونو مشري اخيستې پر دغو قواوو حملې او د هغوى تلفات زيات شوي دي.