د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۵۹

یو امریکايي چارواکی به د مصرله مشرانو سره وګوري


د امریکا د بهرنیو چارو وزرات یو لوړ رتبه چارواکی به په قاهره کې د مصرله مشرانو سره وګوري.

د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویلیام برنز لومړنی لوړ پوړی امریکایي چارواکی دی چې؛ له جمهوري ریاسته د محمد مرسي تر لیرې کیدو وروسته دې هېواد ته ځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې؛ برنز به په مصر کې د تشدد د پای ته رسیدو او د سیاسي انتقال پر پروسې چې؛ یوه هر اړخیز ډموکراتیک ملکي حکومت ته لاره هواره کړي، ټینګار وکړي.

محمد مرسي د جولای په دریمه نیټه د دې هېواد پوځ له واکه لیرې کړاو د پوځ له خوا په یوه نامعلوم ځای کې ساتل کیږي.

له واکه د مرسي تر لیرې کیدو وروسته په شخړو کې له نوی زیات کسان وژل شوي چې؛ په کې ۵۳ د مرسي پلویان هم شامل دي چې د عسکرو له خوا په قاهره کې د جمهوری ګارډ په مرکز کې د تشدد په ترڅ کې وژل شوي دي.

اخوان المسلمین په نوي موقت حکومت کې له ګډون کولو ډډه کړې او په پام کې ده چې د دوشنبی په ورځ بیا مظاهرې وکړي.

دا نده څرګنده چې برنز به له قاهرې څخه په لیدنه کې چې ترسه شنبې پورې دوام کوي، د اخوان المسلمین د ګوند چې د مرسي ملاتړیې کړی او واک ته د بیا د هغه د رسیدو لپاره یې مظاهرې کړي، له چارواکو سره وګوري او که نه؟

برنز په داسې وخت کې قاهرې ته ځي چې چارواکي د مرسي پلوي اخوان المسلمین د ګوند ځپلو ته دوام ورکوي.

د مصرد پوځ لوی درستیز جنرال عبدالفتاح السیسي د یکشنبې په ورځ په ټلویزیوني وینا کې له قدرته د مرسي د لیرې کولو لپاره له خپلې پریکړې دفاع وکړه اوهغه تورونه یې رد کړل چې ګواکې مرسي له اسلام پالو مشرانو سره د اړیکو په خاطر له قدرته لرې شوی دی:

"ما د نومبر په میاشت کې له پخواني ولمسشر سره خبرې وکړې او د ملي ډیالوګ غوښتنه مو وکړه چې موږ یې مشري نه کوله خو موږ اندیښنه درلوده چې د مشرانو ترمنځ اختلاف به د مصر د خلکو ځپلو ته دوام ورکړي او د مصریانو ترمنځ به یو ژور اختلاف رامنځ ته کړي."

د مصرلوی څارونوال د یکشنبی په ورځ اعلان وکړ چې د اخوان المسلیمن د ګوند د مشرمحمد بدیع په ګډون د څوارلسو لوړپوړو اسلام پالو مشرانو د شتمنیو د بندیدو حکم یې صادرکړی دی.

د بارک اوباما ادارې تراوسه له دې ډډه کړې چې له قدرته د مرسي لیرې کیدل یوه کودتا وبولي او که نه؟ په دغسي یوه اقدام سره به واشنګټن دې ته اړوي چې د امریکا د قانون له مخې د مصرپوځ ته کلنۍ څه باندې یوملیارډ ډالرمرسته بنده کړي.
XS
SM
MD
LG