د کورنیو چارو وزارت د لوګر د ازرې او د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ د محاصرې راپورونه رد کړل.
د کورنیو چارو وزارت مني چې، د لوګر او ننګرهار په ازرې او حصارک ولسوالیو کې، چې ګډه پوله لري، امنیتي ګواښونه ډیر دي، خو وایي، وسله وال طالبان دا وس نه لري چې، دغه ولسوالۍ محاصره کړي.
د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي، دوی د دغو ولسوالیو د امنیت په اړه څیړنې پيل کړي او د اړتیا په وخت کې به اضافي تجهیزات او ځواکونه ورولیږي.
ښاغلي صدیقي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ چې دوی د دغو ولسوالیو له اوسیدونکو سره په تماس کې دي او ډیر ژر به یې د ستونزو هواري ته اقدامات وکړي.
"اوضاع په حصارک کې زموږ تر نظرلاندې ده، هلته زموږ پولیس او نور امنیتي ځواکونه شته، د اکمالاتو په برخه کې چې هرڅه ضرورت وي؛ موږ به خپل تدابیر ورته ونیسو.
طالبان نه شي کولای چې ولسوالۍ ترمحاصرې لاندې راولي، هلته یوڅه تهدیدات شته، خو په دې معنی نه ده چې محاصره دي، په ازرې ولسوالۍ کې هم ملي او محلي پولیس شته، وضعیت موږ څیړو له خلکو سره په تماس کې یو او کومې ستونزې چې شته هغه به هم حل کړو."
تیره اونۍ په ملي شورا کې د لوګر استازو وویل؛ چې د ازرې ولسوالۍ د طالبانو له خوا کلابنده ده او اوسیدونکي یې د خوراکي موادو له کمښت سره مخ دي.
سره له دې چې د کورنیو چارو وزارت د ازرې محاصره ردوي؛ خو د لوګر د ولایتي شورا رییس ډاکتر عبدالولي وکیل ادعا کوي چې؛ دا ولسوالۍ لا هم محاصره ده.
دی وايي طالبانو دغه ولسوالۍ د دې لپاره محاصره کړې؛ چې اوسیدونکو یې خپل خپلوان په محلي پولیسو کې ځای پرځای کړي.
"وروستي راپورونه داښيي چې، هلته وضعیت لا هماغسې خرابه دی، د ولسوالۍ امنیتي ځواکونه په خپلو پوستو کې مستقر دي، خو هغه ولسونه چې هغوی محلي پولیس رامنځ ته کړي؛ هغوی باندې خوراکي توکي بند شوي دي."
نوموړی وایي، چې ازره او حصارک کابل ته نږدې ولسوالۍ دي او بې له شکه چې د امنیت خرابوالی به یې پر کابل هم اغیز وکړي.
د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ چارواکو هم ازادي راډیو ته ویلي چې؛ اوسمهال په دغې ولسوالۍ طالبان حاکم دي او له خلکو څخه عشر او زکاتو ټولوي.
د حصارک ولسوال عبدالخالق معروف وایي، هلته د طالبانو شمیر زیات دی او که له مرکز نه ورسره د وسلو او ځواکونو مرسته ونه شي حالات به همداسې دوام وکړي.
"طالبان چې تعداد چې زرو کسانو ته رسیږي، دلته شااوخوا پراته دي، له ولس څخه عشر اخلي، ولس وهي، ولس ټکوي، ولس بې آبه کوي، که دوی یې نه شي تصفیه کولای، موږ ته دې مهمات راوسپاري، نه له چا تنخوا غواړم نه بل څه شي غواړم، ځکه د خاورې دفاع تر آخري سلګۍ پورې په ماحق ده او زه به یې کوم."
د کورنیو چارو وزارت له دې وړاندې هم د هلمند، زابل، غزني او نورستان په پنځو ولسوالیو کې د زیاتو امنیتي ګواښونو خبر ورکړی و.
دغه وزارت د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته لیکلي وو؛ چې ممکن د نورستان په وایګل، د غزني په ناوې، د زابل په کاکړو او د هلمند په بغران او دیشو ولسوالیو کې نوم لیکنه هم ونه شي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، دوی د وایګل ولسوالۍ د مخالفینو له منګولو خلاصه کړه او د نورو ولسوالیو تصفیې لپاره هم عملیات په پام کې نیول شوي.
کارپوهان وایي، ترڅو چې د افغان ځواکونو د هوایي وسلو اړتیا پوره نه شي، دوی نه شي کولای چې لرې پرتې او غرنۍ ولسوالۍ د مخالفینو له حضور څخه پاکې کړي.
راپور: اسدالله لودین