په افغانستان کې د تکواندو اتل روح الله نیکپا وايي چې؛ د تکواندو په راروانو نړیوالو مسابقو کې به ګډون ونه کړي.
نیکپا ویلي چې، دا پرېکړه یې د افغانستان د تکواندو په فدراسیون کې د ستونزو په خاطر کړی ده.
روح الله نیکپا یوازینی افغان تکواندوکار دی چې؛ د المپیک په تیرو مسابقو کې د افغانستان لپاره مډالونه ګټلي دی.
روح الله نیکپا په پيکنګ او لندن کې د المپیک په نړیوالو مسابقو کې د مډالونو په ګټلو افغانانو ته د بري د لمانځلو موقع ورکړه.
خو اوس وايي چې، د تکواندو په را روانو نړیوالو مسابقو کې برخه نه اخلي.
د تکواندو د نړیوالې قهرمانۍ مسابقې د روانې میاشتې په پینځلسمه نیټه په مکسیکو کې ترسره کیږي.
ټاکل شوې وه چې، د نیکپا په ګډون له افغانستانه هم د تکواندو کارانو اوه کسیزه ډله مکسیکو ته ولاړه شي.
خو روح الله نیکپا پرون ازادي راډیو ته وویل چې؛ د افغانستان د تکواندو په فدراسیون کې د ستونزو په وړاندې په اعتراض کې له دې نړیوالو مسابقو سره بایکاټ کوي.
نیکپا ازادي راډیو ته وویل:
"د تکواندو په فدراسیون کې زیاتې ستونزې لرو. له بده مرغه، یوه ستونزه دا ده چې، دا فدراسیون ځان یوه ملي اداره نه ګڼي. بله ستونزه دا ده چې، د تکواندو د فدراسیون مشر دا اداره داسې انګیري چې؛ د ده خپل شخصي سپورټي کلب دی. ډير کله هغه د خپل کلب خلک په مسابقو کې د ګډون لپاره ټاکي. دا شکایتونه چې زه یې مطرح کوم یوازې زما نه دي، بلکه ډير نور ورزشکاران هم ورته ستونزې لري."
نیکپا همداراز د تکواندو په فدراسیون کې د وضعیت د خرابوالی او د معاشونو د کموالي شکایت کوي.
نیکپا ازادي راډيو ته وویل چې، څو میاشتې مخکې د ده کوریايي روزونکي په دې خاطر له کاره لاس واخیست چې؛ د تکواندو فدراسیون کافي وسایل نه ورکول او شرایط یې نه ورته برابرول.
د نیکپا په وینا، د نورو تکواندوکارانو روزونکو هم په دې خاطر چې له دې وضعیت څخه ستړي شوي وو؛ د روزشکارانو له روزنې لاس اخیستی دی.
خو د افغانستان د المپيک د ملي کمیټې مشر ظاهر اغبر د نیکپا دا ادعاګانې رودي.
ښاغلي اغبر ازادي راډیو ته وویل چې، روح الله نیکپا ورته ویلي چې، د خپل (فزیکي) بدني روغتیايي وضعیت په خاطر د تکواندو په نړیوالو مسابقو کې ګډون نه کوي:
"نیکپا ماته وویل، چې په مکسیکو کې د قهرمانۍ په سیاليو کې برخه نه شي اخیستلای. هغه وویل چې، زنګون یې خوږ شوی او د درملنې لپاره یې باید بهر ته واستوم. ما ورته وویل چې، هند ته دې د درملنې لپاره استولای شم؛ خو هغه وویل چې هلته ښه درملنه نه کیږي. هغه غوښتل چي جرمني ته یې واستوو نو موږ همداسې وکړل."
د المپيک د ملي کمیټې مشر ټینګار وکړ چې؛ نیکپا د افغانستان له ملي اتلانو دی او دوی یې د ملاتړ لپاره ټولې هڅې کړې دي.
ظاهر اغبر د نیکپا د مالي ملاتړ په اړه هم وویل چې د جمهور رییس حامد کرزي تر تایید وروسته یې هغه ته د میاشتې اته سوه ډالره تنخوا ټاکلې ده.
خو روح الله نیکپا دا خبره رد کړه چې؛ دی د زنګنونو د زخمي کېدو له امله د تکواندو په نړیوالو مسابقو کې له ګډونه ډډه کوي.
نیکپا وویل، چې له دوو کلونو راهیسې دا ستونزه لري؛ خو له دې سره یې هم تیر کال د لندن د المپيک په مسابقو برخه اخیستې وه.