راپور: خان محمد "سیند"
جمهور ريیس ښاغلي حامد کرزي د روژې په میاشت کې بیوزلو سره په همکارۍ او مرستو ټینګار وکړ.
ده په خپله نوبتي راډیویې وینا کې وویل، خیریه موسسې او سوداګر باید دغه خلک هیر نه کړي.
ښاغلي کرزي دا هم وویل، کورنۍ باید په دې موسم کې د خپلو ماشومانو روغتیا هم په پام کې ونیسي.
د افغانستان جمهورريیس ښاغلي حامد کرزي په داسې حال کې؛ چې د هېواد خلکو ته یې د روژې د میاشتې مبارکې وویله، بیوزلو خلکو سره پر مرستو تاکید هم وکړ.
ښاغلي کرزي په خپله نوبتي رادیویي وینا کې وویل، د هېواد په ښارونو او لیرې سیمو کې داسې خلک شته، چې په دې میاشت کې روژه ماتۍ او پشملي ته کافي خواړه نه لري، دوي باید له یاده ونه ایستل شي:
«د روژې په مبارکه میاشت کې د اړو خلکو لاس نیوی او ورسره مرسته کول، د اسلام د دین او د خلکو له عواطفو څخه دي.
په هېواد کې مو داسې خلک شته چې د غریبۍ له امله په سختی سره روژه نیسي، بډایانو ته لازمه ده چې؛ مرستې ورسره وکړي.»
ښاغلي کرزي له خیریه موسسو وغوښتل چې؛ بیوزلو سره دې په دې میاشت کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د روژې د میاشتې له را رسیدو دمخه په کابل ښار کې ځینو کورنیو ازادی رادیو سره په خبرو کې ویلي چې د کارونو د نشتوالي له امله له اقتصادي ستونزو سره مخ او روژې ته هیڅ نه لري.
ښاغلي کرزي سره له دې چې دې بیوزلو سره د مرستو په دوام تاکید کوي، د خوراکي موادو له پلورونکو هم غواړي چې؛ د بیو له لوړولو دې ډډه وکړي.
حامدکرزی له کورنیو هم وغوښتل چې؛ د ګرمی په دې موسم کې دی د ماشومانو روغتیا ته زیاته پاملرنه وکړي:
«که ماشومان د تیز لمرلاندې تر ډیره وخته لوبې وکړي او ډیر په کې وګرځي لمر یې پوستکي ته زیان رسوي او د بدن اوبه یې کمیږي، کورنۍ او په تیره میندې باید دې ستونزې ته پوره پام وکړي.»
له افغانستان سره په تیرو څه باندې یوولسو کلونو کې د نړېوالې ټولنې ډیرې مرستې وشوې، خو بیوزلي په کې ورکه نه شوه.