د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند اعزاز احمد چوهدري د پنجشنبې په مازيګر په خپلې اوونيزې خبري غونډه کې ويلي، چې هېواد يې غواړي چې د افغانستان د سولې پروسه پرمخ ولاړه شي.
نوموړى زياتوي، که څه هم طالبانو په قطرکې خپل سياسي دفتربند کړى او د سولې پروسه کې خنډ رامنځته شوى، خو تمه لري چې؛ د سولې لپاره روانې خبرې اترې ژر بېرته پيل شي.
اعزاز چوهدري زياته کړه، موږ په افغانستان کې سوله او ثبات غواړو، افغانستان زموږ ګاونډى هېواد دى، بسيا او سوکاله افغانستان ترهر چا زيات د پاکستان په ګټه دى.
د هغه په وينا، هېواد يې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت او د روانې پروسې د پرمختګ لپاره له افغان دولت سره هر ډول مرستې ته چمتو دى:
"موږ په افغانستان کې سوله او ثبات غواړو او له افغان دولت سره د سولې د پروسې د پرمختيا او بريا لپاره هر ډول مرستو ته چمتو يو. خوشحاله او بسيا افغانستان تر هر چا زيات د پاکستان په ګټه دى."
نوموړي يوځل بيا د افغان دولت هغه تورونه رد کړل، چې وايي پاکستان په افغانستان کې لاسوهنه کوي او د ګرمۍ د رخصتيو په پلمه يې د مدرسې طالبان افغانستان ته د جګړې لپاره لېږلي.
تېره اوونۍ د افغان پوځ يو تن جګپوړي چارواکي پر پاکستان يو ځل بيا تور لګولى و، چې دغه هېواد په افغانستان کې د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي او ددغه هېواد سرحدي ولايتونو ته يې د جګړې لپاره ورلېږي.
بله خوا د پاکستان او افغانستان لپاره د امريکا د متحده ايالاتو ځانګړي استازي جيمز ډوبينز ددغه هېواد مشرانو جرګې ته د خپلې وينا پر مهال ويلي، چې د نواز شريف په مشرۍ د پاکستان نوى ټاکل شوى حکومت په افغانستان د امنيت د ټينګښت او د سولې د روانې پروسې د پرمختګ لپاره د ښه رول لوبولو وړتيا لري.
هغه زياته کړه، چې وسله وال طالبان د پاکستان او افغانستان دواړو په ضرر تمامېږي. نوموړي پر دواړو دولتونو زور راوړ، چې په خپلو هېوادونو کې دې د وسله والود له منځه وړلو لپاره د "ښه" او "بد" له امتياز پرته جدي ګامونه پورته کړي.
د يادونې وړ ده، چې له څه مودې راهيسې د افغان دولت له خوا پر پاکستان تورونه پورې کېږي، چې دغه هېواد په افغانستان کې لاسوهنه کوي. د هغوى په وينا: له پاکستان سره په پوله پرتو ولايتونو کې ګڼ شمېر پاکستاني وسله وال ځاى پر ځاى شوي، چې پر افغان ملي پوځ او سيمه ييزو پوليسو(اربکيانو) بريدونه کوي.
بل خوا پاکستان د افغانستان تورونه ردوي او وايي چې هېواد يې په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکى دى.
راپور: ذبيح الله شفق، پېښور