تازه خبر
یکشنبه ۱ لیندۍ ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۳۷

لومړی روژه ماتۍ په عیدګاه جومات کې


لومړی روژه ماتۍ په عیدګاه جومات کې

No media source currently available

د کابل ښار ګڼ شمېر بې وزلو خلکو لومړی روژه ماتۍ د ښار په عیدګاه جومات کې وکړ. کابل ښاروال د چهارشنبې د ورځې په ماښام خبریالانو ته وویل، پلان لري چې؛ د افغان سوداګرو او پانګوالو په مالي مرسته د روژې ټوله میاشت د ښار په مختلفو سیمو کې شاوخوا یونیم لکو بیوزلو ته پوخ روژه ماتی ورکړي. د روژې د میاشتې د لومړي روژه ماتی پر مهال د کابل ځینو بیوزلو او بې وسو ښاریانو ازادۍ رادیو ته وویل، پر دغه یوه مکمل روژه ماتی چې؛ ویل کېږي افغان سوداګرو او پانګوالو تیار کړی هم شکر باسي. د چهارشنبې د ورځې پر ماښام د کابل ښار په زرګونو بیوزلو د ښار په عیدګاه جومات کې روژه ماتی وکړ.

​
XS
SM
MD
LG