د کابل د تعلیمي نظامي مرکز او د ځانګړوعملیاتو له فرقې څخه د پنجشنبې په ورځ د اردو شاوخوا درې زره عسکر او برید ملان فارغ او سندونه یې ترلاسه کړل.
د اردو نویو عسکرو او بریدملانو د یادو ارګانونو په دوه ماشتني پروګرام کې مختلف مسلکي مهارتونه زده کړي چې«پیاده، توپچي، مخابره، نښه ویشتل او تعرض» په کې شامل دي.
د دفاع وزارت چارواکو د دې فارغانو په مناسب جوړو شوې غونډه کې ډاډ څرګند کړ چې، د هېواد اردو د کمیت او کېفیت له پلوه د پرمختګ په حال کې دي.