راپور: شاه محمود "شینواری" جلال اباد
د ننګرهار د حصارک ولسوال عبدالخالق معروف ازادۍ راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل، چې له تیرو اوو میاشتو راهیسي په دې ولسوالۍ کې یو شمېر ولسونه د وسله والو طالبانو له خوا وژل کیږي، وهل کیږي له کلو شړل شوي او ده په وار وار له ولایتي چارواکو نه د وسلو او مهماتو غوښتنه کړې، ولې تر اوسه يي وسلې او مهمات خو لا څه، چې د دوي احوال يي هم نه دی اخیستی.
ولسوال عبدالخالق معروف وايي، چې دغه ولسوالۍ نوره د وسله والو له خوا کلابنده شوې ده او تر اوسه پورې ده د خپلو او خپلوانو د سر په قیمت په شخصي ډول دا ولسوالۍ ساتلې ده، خو چارواکي اوس هم پوښتنه نه کوي:
"اووه میاشتې کیږي، چې د حصارک ولسوالۍ کلابنده ده،دلته خلک وژل کیږي، ټکول کیږي او موږ د دې په خاطر، چې د دې ولسوونو دفاع وکړو، په وار وار مو ولایت ته ویلي، امنيتي چارواکو ته مو ویلي، ولې تر اوسه دوي موږ سره هیڅ مرسته نه ده کړې، دا درې کاله دا ولسوالۍ ما په شخصي لګښت ساتلې، ما خپل بچیان قرباني کړل، خپلوان مې قرباني کړل خو ولسوالۍ مې تر اوسه پورې ساتلې."
ولسوال وايي، چې د دوي د بې غورۍ له امله ده هم نور له ولایتي چارواکو سره خپلې اړیکې قطع کړي او په خبره يي، چې د حصارک ولسوالۍ به ترهغې پورې له ولایت سره اړیکې قطع وي، تر څو پورې، چې یا دوي خپله په دې ولسوالۍ کې د وسله والو پرضد عملیات نه وي کړي او یا يي د وسلو او مهماتو مرسته دې ولسوالۍ ته نه وي استولي:
"اوس د حصارک ولسوالۍ اړیکه له ولایت سره قطع ده او دا هم وایم، چې دا اړیکه به تر هغه پورې قطع وي، ترڅو، چې دوي خپله په حصارک ولسوالۍ کې عملیات نه وي کړي او یا يي موږ سره د وسلو مرسته نه وي کړي، چې د طالبانو پرضد وجنګیږو."
دی وايي، چې په دې ولسوالۍ کې تر زرو تنو وسله وال فعالیت کوي او له ده سره يوازې دوه کم پنځوس تنه پولیس دي، چې هغه هم زیاته برخه يي خپل کلیوال او خپلوان ورسره دي.
بل خوا د حصارک ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکي، چې د ناامنۍ له وجه نه جلال اباد ته راکډه شوي، هغوي هم د ولسوال خبرې تاييدوي او په خبره، چې دوی د وسله والو پرضد پاڅون کړی،ولې دولت يي ترشاه ونه دریدو او دوی سره نور توان نه و،چې د وسله والو پرضد وجنګیږي، په همدې خاطر شاوخوا یو کال وړاندې په لسګونو کورنۍ دې ته اړ شوې، چې خپل ولاړ فصلونه پریږدي او جلال اباد ته راکډه شول.
دغه ولسونه وايي،چې ولایتي اداره دې،نورپه دې برخه کې بې غوره نه پاتې کیږي او د حصارک ولسوالۍ ته دې خپل پام واړوي او که نه دوی بیا مجبوره دي،چې وسله والو سره لاس یو کړي:
"زه غلام نبي د حصارک اوسیدونکی موږ د طالبانو پرضد پاڅون وکړ،خو زموږ دولت زموږ ترشاه وه دریدو او مجبوره شو،چې کلی پریږدو،اوس که دولت زموږ د حصارک ولسوالۍ غم خوړی شي ښه او کنه موږ ته ډې وسلې راکړي موږ په خپله ولسوالۍ له طالبانو پاکوو.
نه پوهیږو،چې دولت نه ولسوال ته وسلې او مهمات ورکوي او نه موږ ته دا ددې مانا لري،چې ولایت خپله له طالبانو سره جوړ دی،چې هغوی قوي ساتي او موږ ته نه ،خو که چېرې ولایتي چارواکي د حصارک ولسوالۍ نشي ساتلي او زموږ غم نه خوري نو موږ بیا مجبوره یو،چې له طالبانو سره سازش وکړو،خو پړه به د ننګرهار پر ولایت وي او د دوی پر بې غورۍ وي."
د ویلو ده،چې په تشکیل کې حصارک ولسووالۍ ته تر سلو په شاوخوا کې د پولیسو تشکیل ورکړل شوی،ولې اوس یوازې دوه کم پنځوس تنه پولیس په دې ولسوالۍ کې دي،چې د حصارک د ولسوال په خبره دغه تعداد پولیس هم بې وسلو او بې مهماتو پراته دي.
ولسوال وايي، چې دوی تر دې حده هم مجبوره شوي،چې د شخصي روابطو پر اساس له یوه او بل نه یو میل سلاح اخیستې او تر اوسه يي ولسوالۍ پرې ساتلې.
په ورته وخت کې د حصارک ولسوالۍ په لسګونو اوسیدونکي د چهار شنبې په ورځ د ننګرهار ولایت مقام مخې ته راغونډ شوي و،چې خپلې ستونزې بیا هم ولایتي چارواکو سره شریکې کړي،ولې تر غرمۍ پورې له ولایت څخه کوم مسول کس راونه وت او راغلي ولسونه بېرته ناامیده خپلو کورنو ته ولاړل.
موږ هم کوښښ وکړ، چې د ولایتي چارواکو سره په دې اړه اړیکه ونیسو،ولې بريالي نشو.