د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

د کابل بې وزلو لومړی روژه ماتۍ په عیدګاه جومات کې وکړ


د کابل ښار ګڼ شمېر بې وزلو خلکو لومړی روژه ماتۍ د ښار په عیدګاه جومات کې وکړ.

کابل ښاروال د چهارشنبې د ورځې په ماښام خبریالانو ته وویل، پلان لري چې؛ د افغان سوداګرو او پانګوالو په مالي مرسته د روژې ټوله میاشت د ښار په مختلفو سیمو کې شاوخوا یونیم لکو بیوزلو ته پوخ روژه ماتی ورکړي.

د روژې د میاشتې د لومړي روژه ماتی پر مهال د کابل ځینو بیوزلو او بې وسو ښاریانو ازادۍ رادیو ته وویل، پر دغه یوه مکمل روژه ماتی چې؛ ویل کېږي افغان سوداګرو او پانګوالو تیار کړی هم شکر باسي.

د چهارشنبې د ورځې پر ماښام د کابل ښار په زرګونو بیوزلو د ښار په عیدګاه جومات کې روژه ماتی وکړ.

په یاد جومات کې راټول شویو بیوزلو ازادی رادیو ته وویل، نن چې؛ د روژې لومړۍ ورځ وه له سهاره یې تر ماښامه یې په سرو غرمو کې خواري مزدوري کړې ده او دا چې؛ نن یي یو مکمل روژه ماتی نصیب شوی، ورته خوشحاله دي، یوه تن وویل:

"نوم مې عبدالروف دی، دا د خیرات او ثواب کار دی هیله ده، نور سوداګر هم په دی کار کې مرستې وکړي، دا خواړه موږ په کور کې کله کولای شو، په دې روژه ماتي کې هر څه شته، غوښې، وریجي، نوشابې، سابه، ډوډۍ، یخې اوبه داسې نور، په دې شکر باسو."

د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، دوي د ځینو ملي سوداګرو او پانګوالو په مالي مرسته پلان ترتیب کړی چې؛ د ښار په مختلفو سیمو کې د روژې له لومړي روژه ماتی څخه تر وروستي پورې هر ماښام پنځه زرو بیوزلو ته روژه ماتی ترتیب کړي، کابل ښاروال انجینیر محمد یونس نواندیش وویل:

"دیګونه بار دي او خلک مو خبر کړي دي، څرنګه چې؛ لومړۍ ورځ ده، ډیر خلک خبر نه دي، نن مو درې زرو خلکو ته روژه ماتی پوخ کړی، نورو ورځو ته پلان لرو چې؛ هر ماښام پنځه زرو خلکو ته ډوډۍ ورکړو."

د کابل ښاروالۍ چارواکي وایي، د هر ماښام روژه ماتې ته تر نهو زرو ډالرو پورې په پام کې نیول شوی او هڅه کوي چې؛ د هېواد نور سوداګر او پانګوال هم وهڅوي چې؛ بیوزلو ته د داسې خیراتونو په تیارولو کې مالي مرستې وکړي.

کابل ښاروالۍ وایي، د روژې د میاشتې په دیرشو ورځو کې به د ښار د ټولو ناحیو بې وسه خلک په دغو خیراتونو کې برخه واخلي.

په عیدګاه جومات کې ځینو راټولو شویو ازادۍ رادیو ته دا هم وویل، همدا اوس خپل ماشومان وریادیږي چې؛ په کاله به یې د غریبۍ پر دسترخوان څه پراته وي ؟ او څه به خوري؟

کارپوهان وایي، د کابل ښار د بیوزلو ستونزې له دې څخه ډیرې پراخې دي، که نن یو خیراتي روژه ماتی وکړي سبا به بیا له خپلو ماشومانو سره د کور زاړه دسترخوان ته ناست وي.

دوی وایي، حکومت باید په مجموع کې خلکو ته د کار پراخې زمیني برابرې کړي.
XS
SM
MD
LG