د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۲۵

کننګهم: طالبان دې د روژې په ویاړ د سولې خبرو ته چمتوشي


په کابل کې د امریکا سفیر جیمز کننګهم د روژې مبارکې میاشتې د رارسیدو په پیغام کې د افغان حکومت پر مخالفانو غږ وکړ چې؛ د سولې خبرې پيل کړي:

« زه له هغو کسانو څخه چې؛ پر خپلو مسلمانانو باندې بې ځایه یرغلونه کوي غواړم چې؛ د خبرو میز ته راشي او د افغانستان له حکومت سره د سولې او روغې جوړې په هلکه وغږیږي.

د امریکا متحده ایالتونه د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ کوي څو جګړه پای ته ورسیږي او ټول افغانان په سوله او هوساینه کې ژوند وکړي»


په کابل کې د امریکا سفیر په داسې وخت کې پر طالبانو غږ کړی دی چې؛ د سولې خبرو ته چمتو شي، چې؛ د طالبانو په وینا ویل شوې دي چې؛ په قطر کې يې د خپل دفتر د بندیدو خبر ورکړی دی.

د اسوشیتد پریس اژانس په وینا په واشنګتن کې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې جین ساکې دا خبره تایید کړه چې؛ په دوحه کې د طالبانو دفتر تړل شوی دی، خو دې وویل، چې؛ موږ هیله لرو د روغې جوړې پر دغې لارې چې؛ لوړې ژورې لرې بیا هم سفر وکړو او هیلمن یوو چې؛ بیا هم وکړای شو چې؛ دا خبرې سره سمې شي.

اسوشیتد پریس اژانس څرګندوي چې؛ د طالبانو دوه ویندویان چې؛ د دوحه په دفتر کې وو، ټیلفون ته ځواب نه وایي.

طالبانو د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي پرونی وړاندیز رد کړ چې؛ ویې ویل، د ژوې مبارکې میاشتې په مناسبت یو ځل بیا پر طالبانو غږ کوم، په ځانګړی ډول پر هغو طالبانو چې؛ د دې خاورې دي چې؛ د دې میاشتی په درناوي د سولې لاره غوره کړي او د خلکو له وژلو لاس واخلي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په یوه بیان کې وویل چې؛ د روژې په میاشت کې به زموږ بریدونه د کابل پر حکومت او بهرنیانو دوام وکړي.

په کابل کې د امریکا سفیر د روژې په مناسبت په خپل پیغام کې دا هم وویل چې؛ د اسلامي ارزښتونو ټینګښت لکه عدالت، پرمختګ او کرامت هغه ارزښتونه دي چې؛ ټول بشریت یې مني. ګننګهم افغانان مخاطب کړل او زیاته یې کړه، کله چې؛ له خپلې کورنۍ او خپلوانو سره د روژه ماتې لپاره ټولیږئ راځئ چې؛ د روژې دغه ځانګړتیاوې په خپلو ذهنونو کې په یاد کړو او ټول د یوې ښې نړۍ په جوړولو کې خپل ځان او نورو ته دعا وکړو.
XS
SM
MD
LG