د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۴

حافظي: په تیرو درېیو کلونو کې څه باندې زرو فابریکو سقوط کړی


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې؛ په تیرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې څه باندې زرو فابریکو سقوط کړی دی.

د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د نړېوالې اړیکو مسوول اذرخش حافظي د دغو فابریکو تړل کیدل یوه تراژیدي وبلله.

افغان سوداګرو پخوا هم پر دولت انتقادونه کړي چې؛ په هېواد کې ورته د فعالیت لپاره لازمې اسانتیاوې نه دي پرابرې کړي.

سوداګرو تل د ځای، بریښنا ، نویو وسایلو او نورو اسانتیاوې د نشتوالي په اړه شکایت کړی دی.

په داسې حال کې چې چارواکي وايي، دا مهال په افغانستان کې له امنیتي انتقال سربیره د اقتصادي انتقال پروسه هم روانه ده افغان سوداګر وايي چې؛ په دې وروستیو درېیو کلونو کې په افغانستان کې څه باندې زر تولیدي فابریکو سقوط کړی دی.

د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د نړیوالې اړیکو مسوول اذرخش حافظي ددغو فابریکو تړل کیدل یوه تراژیدي وبلله.

نوموړي وویل چې؛ دولت لا هم له کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ لپاره لازمې پالیسې نه لري:

"اوس هم یو شمېر فابریکی د نه ملاتړ له کبله د سقوط سره مخامخ دي، کوم مالومات چې ماته دوستانو مې راکړل، ځکه چې زه نه وم او بهرنیو کارونو کې باندې مصروف وم له ۱۰۱۰ څخه زیاتې فابریکې په تیرو درېیو کلونو کې سقوط یې کړي او دا دې تراژید خبره ده د هغه هیواد لپاره چې اوسیدونکې یې د خوړو ډوډۍ نه لري د کرنې به برخه کې کوم کار نه ده شوې."

نوموړي دغه خبرې د سوداګرۍ د جواز اخیستلو په پروسې کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له خوا د راوستل شویو اصلاحاتو د لمانځنې په غونډه کې وکړې.

افغان سوداګرو پخوا هم پر دولت انتقادونه کړي چې؛ په هېواد کې ورته د فعالیت لپاره لازمې اسانتیاوې نه دي پرابرې کړي.

سوداګرو تل د ځای، بریښنا ، نویو وسایلو او نورو اسانتیاوې د نشتوالي په اړه شکایت کړی دی.

په کابل کې د جوسو او شاتو د دوو فابریکو مسوولینو هم ازادي راډیو ته وویل چې؛ دوی نویو وسایلو او روزنې ته اړتیا لري، خو تر اوسه دولت ورسره مرسته نه ده کړې.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي چې؛ غواړي په افغانستان کې سوداګرو او پانګه والو ته د فعالیت زمینه لا ډیره برابره کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزیر انوارالحق احدي د سوداګرۍ د جواز اخیستلو د اصلاحاتو په اړه په جوړه شوې غونډه کې وویل، چې ددغه جواز موده یې له یوه کاله درې کالونو ته غځولې ده:

"زه موږ یو اعلان دا دی چې؛ د ثبت او راجستر ریاست او د جوازونو ریاست سره مدغم کیږي او یو عمومي ریاست ترې جوړ شوی او دا کار مو هم ددې لپاره کړی دی چې مراجعینو ته اسانتیا رامنځ ته کړو. دویم اعلان مو دا ده چې د جوازنامو وخت موږ تمدید کړی دی."

ځیني اقتصادي کتوونکې په دې باور دي، چې د دوه زرو څوارلسم کال تر پایه چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي، په دې هېواد کې د اقتصادي ستونزو د زیاتیدو امکان هم شته.

د دوی په باور ددغو ستونزو د مخنیوي لپاره باید دولت په هیواد کې دننه تولیدات زیات کړي او خلکو ته کار پیدا کړي.
XS
SM
MD
LG