د کابل په واټونو کې د انجونو ځورول
په کابل ښار کي ځینې نجوني شکایت کوي چې په لارو او سړکونو کې یې یو شمیر ځوانان ځوروي. دوی وایی کله ،چی له کوره د کار او یا هم ښار ته دسودا اخیستلو لپاره ځی، نو په لاره کی یوشمیر هلکان ناوړه خبرې ورته کوي. دغه نجونی له حکومته په خاص ډول له امنیتی ارګانونو غواړی چی،ددی ستونزی د هواری لپاره اقدام وکړی.